افغانستان

طالبان د ښځو پر وړاندې د «بشپړه جګړې» د پیلولو په حال کې دي

د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو انځوز

ټېلېګراف ورځپاڼې د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر د وزیر خالد حنفي وروستیو څرګندونو ته په اشارې  لیکلي چې دغه ډله د افغان ښځو پر وړاندې په«بشپړه» جګړه پیلوي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر وزیر په دې وروستیو کې په یوه خپور شوي غږيز کليپ کې چې د یوې بالغې ښځې غږ یې بلې بالغې ښځې ته د قرائت له ویلو منع کړی، ویلي دي: «حتی کله چې یوه زړه ښځه لمونځ کوي او بله ښځه د هغې په خوا کې تېریږي، باید په داسې لوړ غږ لمونځ ونه کړي، چې د هغې غږ واورېدل شي.»

دې ورځپاڼې د یوې افغانې ښځې په حواله لیکلي چې د طالبانو د امربالمعروف د وزیر څرګندونې د هېواد د ښځو لپاره د روحي شکنجې بڼه ده.

دغه مېرمنې چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، ويلي: «په افغانستان کې زمونږ ښځو لپاره ژوند ډېر دردونکی دی. «افغانستان هېر شوی او له همدې امله دوی (طالبان) موږ ځپي او هره ورځ مو شکنجه کوي.»

هغې زیاته کړه: «دوی (طالبان) وايي چې موږ د نورو ښځو غږ وانه ورو او زه نه پوهېږم چې دا نظرونه له کومه راځي.»

د ټېلېګراف د راپور له مخې، د طالبانو د مشر له خوا لګول شویو بندیزونو په خپله هم د طالبانو تر منځ اختلافات پیدا کړي دي.

د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي ټېلېګراف ته ویلي چې د دوی په منځ کې ځینې منځلاري عناصر د خپلو سختو عناصرو په اړه ناخوښ او اندېښمن دي.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر وزیر خالد حنفي په یوه غږیز کليپ کې چې په دې وروستیو کې د طالبانو د وزارت له خوا خپور شوی، ویلي چې د نورو ته د بالغو ښځو د اواز اورېدل حرام دي.

ښاغلي حنفي وويل: «بالغې ښځې حق نه لري چې د نورو ښځو په مخ کې چې بالغې هم وي، تلاوت او يا تسبيح وکړي.»

دغه طالب چارواکي زیاته کړه، چې بالغې ښځې د نورو بالغو ښځو په حضور کې د تکبیر او تلاوت اجازه نه لري او همدارنګه یې د امر بالمعروف پر تطبیق ټینګار کړى دى.