په داسې حال کې چې په ایران کې پر افغان کډوالو فشارونه زیاتېږي، د لرستان د والي مرستیال مسلم مرادي ویلي دي چې د ایران په دې برخه کې به د افغان کډوالو د ګمارنې په برخه کې پرېکنده چلند وشي.
د ایراني رسنیو د رپورونو پر بنسټ ښاغلي مرادي خبریالانو ته ویلي:«په بروجرد ښار کې په کوپراتیفونو، تولیدي واحدونو، کرنیزو ځمکو او پروژو کې د افغان کارګرانو ګمارل په بشپړ ډول منع دي.»
هغه ټینګار وکړ چې د افغان کډوالو د ګمارنې په اړه د عامه راپور د لیدلو یا ترلاسه کولو په صورت کې، سرغړونکي کارګمارونکي سره به جدي او قانوني چلند وشي.
دغه ايراني چارواكي زياته كړه چې د بهرنيو اتباعو هر ډول غير قانوني فعاليت چې د موټر يا د جايداد اخيستل او پلورل هم پکې شامل دي، د قانوني محدوديتونو له كبله جرم ګڼل كېږي او له ټولو ايراني اتباعو يې وغوښتل چې له داسې كارونو ډډه وكړي.
هغه وویل، «د بهرنیو اتباعو غیر قانوني راتګ جرم دی،»
ښاغلي مرادي ټینګار وکړ چې د هغو بهرنیو اتباعو پېژندنه او بېرته ستنېدل چې د ويزې د اعتبار موده یې پای ته رسیدلې باید په «تر ټولو لنډ ممکن وخت» کې ترسره شي.
تر دې مخکې له ایران څخه یو شمېر اخراج شویو کډوالو رسنیو ته ویلي وو چې د ایراني پولیسو له خوا د توقیف پر مهال «سخت» وهل شوي دي.
دغو کډوالو همداراز ویلي چې د کار پر مهال نیول شوي او شړل شوي او اوس د ښځو او ماشومانو په ګډون د دوی کورنۍ په ایران کې بې برخليکه پاتې دي.
تېره میاشت د ایراني اتباعو او کډوالو د چارو د مرکز مشر نادر یاراحمدي په سویس کې د ملګرو ملتونو له چارواکو سره په کتنه کې په ایران کې د کډوالو د بیا مېشتېدنې لپاره د لا زیاتو مالي مرستو غوښتنه وکړه.