نړۍ

 رویټرز: د اسراٸيلو په برید کې د ایران د اټومي وسلو د ازماېښت پخوانی مرکز په نښه شوى

رویټرز د سپوږمکۍ د عکسونو او د څېړونکو په حواله راپور ورکړی چې اسراٸيلو شنبې په سهار پر ایران د برید په ترڅ کې د دغه هېواد د اټومي وسلو د ازماېښت پخوانی مرکز او د توغندیو تاسیسات په نښه کړل.

د دغو سرچینو په وینا، د ایران په پارچین کې ودانۍ، تهران ته څېرمه یو لوی پوځي مرکز، تهران ته څېرمه د توغندیو د تولید پراخه سیمه او د دغه هېواد خجیر سیمه د اسرائیلو د بریدونو  هدفونه وو.

یوه امریکايي څېړونکي دغه اژانس ته ویلي، د شنبې په ورځ د اسراٸيلو توغندي یوه ودانۍ په نښه کړه چې د ایران د اټومي وسلو د پراختیا د پروګرام یوه برخه وه، او د یوې بلې سرچینې په وينا، چې د دغه هېواد د توغندیو لپاره د تېلو د مخلوطولو تاسیسات هم په نښه شوي دي.

یو څېړونکي ایولث ويلي چې د اسراٸيلو بریدونو ممکن «په پام وړ کچه د ایران د توغندیو د تولید وړتیا مختل کړې وي.»

اسراٸیلو د شنبې په ورځ سهار وختي په درېيو څپو کې د ایران پر اهدافو بریدونه وکړل او د دغه هېواد د رسنیو د معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې تر سلو زیاتو جنګي او بې پیلوټه الوتکو برخه اخیستې وه.

د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري ویلي، په دغو بریدونو کې یې د هوايي دفاع شاوخوا شل مرکزونه او د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د جوړولو ځایونه په نښه کړي دي.

د ایران سپاه پاسداران سره تړلي فارس خبري اژانس هم له دې مخکې تایید کړې وه چې په دغه هېواد کې یو شمېر پوځي مرکزونه د اسرائیلو په بریدونو کې په نښه شوي دي.

اسرائیلي رسنیو ویلي دي چې په دغو بریدونو کې تر اوسه د تلفاتو شمیر څلور تنه دی. خو د دغو بريدونو له امله د اوښتو زيانونو په اړه يې څه نه دي ويلي.