د سوډان د ۱۸ میاشتنۍ جګړې په یوه تر ټولو خونړۍ پېښه کې، د «چټک ملاتړ» په نامه مخالفو ځواکونو د دغه هېواد د الجزیره ايالت په السريحا کلي کې لږ تر لږه ۱۲۴ کسان په ډزو ووژل.
د رویټرز د راپور له مخې، دا پېښه تېره اوونۍ د دغه هېواد پوځ ته د دغې وسله والې ډلې د یوه جګپوړي قوماندان ابو عقله کايکل له تسلیمېدو وروسته رامنځته شوه.
د دې سيمې اوسېدونکو دغه خبري اژانس ته ويلي، چې دغو وسله والو پر کورونو بريدونه کړي، دغه کورونه يې لوټ کړي او سلګونه زره خلک يې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.
په سوډان کې د «ود مدني» په نامه د مقاومت کمېټې اعلان وکړ چې په دغو بریدونو کې ۱۲۴ تنه وژل شوي او ۱۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د دې پیښو څخه خپاره شوي عکسونه او ویډیوګانې د اتباعو جسدونه او «ډله ييز قبرونه» ښیي.
دې کمېټې اعلان کړی چې د چټک ملاتړ ځواکونو د الجزایر خلکو «عام وژنه» پيل کړې او نسل وژنه کوي.
د سوډان د ډاکټرانو اتحادیې هم ټینګار کړی چې په دې سیمه کې د خلکو وضعیت خورا کړکېچن دی او آن د ټپیانو درملنه او لېږدول ناشوني دي.
دا وژنې د پراخ بشري ناورین برخه ده چې په سوډان کې د چټک ملاتړ ځواکونو او اردو ترمنځ د جګړې له امله رامنځ ته شوې، چې ملګري ملتونه یې د نړۍ ترټولو بد بشري ناورین بولي.