نړۍ

اسراٸيلي ځواکونو په غزه کې لسګونه ډاکټران نیولي دي

د غزې په شمال کې د اسراٸیلي ځواکونو د برید په ترڅ کې د کمال عدوان روغتون د لسګونو ډاکټرانو او کارکوونکو نیول پر يوې حساسې او جنجالي مسٸلې باندې بدله شوې ده.

رویټرز د غزې د روغتیا وزارت په حواله راپور ورکړی چې اسراٸیلي ځواکونو د جمعې په ورځ په جبالیه کې پر روغتون برید وکړ او لسګونه طبي کارکوونکي او ناروغان یې بندیان کړل.

د عیني شاهدانو په وینا، وروسته له هغه چې اسراٸيلي ځواکونه د روغتون په وارډونو کې ننوتل، د روغتون د ټیم له ٧٠ غړو څخه يې لږ تر لږه ۴۴تنه ونیول.

دا په داسې حال کې ده، چې د کمال عدوان روغتون ډاکټرانو د اخطار او د وتلو امر  ترلاسه کولو وروسته د اسراٸيلي ځواکونو له بريد مخکې د روغتون له تخليه کولو او ناروغانو پرېښود څخه ډډه وکړه.

د غزې د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د روغتون د مدیر په ګډون ۱۴ تنه بندیان د اسرائیلي پوځ له خوا خوشې شوي دي.

ځینو سیمه ییزو سرچینو رویټرز ته ویلي چې د اسرائیلي ځواکونو او د دغه مرکز د طبي کارکوونکو تر منځ نښتې په روغتون کې د زېربناوو د شتون او د حماس ډلې پورې د تړلو کسانو د تورونو له کبله شوې دي.

خو د کمال عدوان روغتون ډاکټران وايي، چې دغه مرکز يوازې د درملنې او روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دى او دا ډول ادعاوې بې بنسټه دي.

مروان الهمس چې په غزه کې د روغتیا وزارت یو چارواکی دی، وضعیت خورا خطرناک بللی او ویلي یې دي چې ناروغان او د روغتون کارکونکي درملو او اړینو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

هغه زیاته کړه: «د هغو ناروغانو خوندیتوب او ژوند چې په کمال عدوان روغتون کې د طبي کارکوونکو له شتون پرته پاتې دي، اوس له ګواښ سره مخ دي.»

د سره صلیب نړیوالې کمېټې هم وضعیت «خراب» اعلان کړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د طبي کارمندانو او ناروغانو خوندیتوب ډاډمن کړي چې په روغتونونو کې بند پاتې دي.

دغو نیول کیدو د بشري حقونو او نړیوالو بنسټونو ترمنځ ډېرې اندېښنې راپارولي دي.

د دغو بنسټونو له ډلې څخه یو شمېر په توقیف کې د کمال عدوان روغتون د ډاکټرانو او کارکوونکو  ساتل د اسرائیلو اقدام له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه بولي او د هغوی د ژر تر ژره خوشې کېدو او د طبي کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه يې کړې ده.