نړۍ

 په مکسیکو کې یوې ترافیکي پېښې ۱۹ کسان مړه او ٦ نور یې ټپیان کړل

د مکسیکو سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی، چې د زاکاتکاس ایالت په مرکزي سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس د ټکر له امله ۱۹ تنه مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه د شنبې په ورځ سهار (لړم۵مه) هغه مهال رامنځته شوه، چې دغه بس له یوه ټېلر سره ټکر وکړ.

د زاکاتکاس والي ډیویډ مونریال د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په دې پیښه کې د مړو لومړنی شمیر ٢٤ تنه وو؛ خو د دولت لویې څارنوالۍ وروسته په یوه خبرپاڼې کې دا شمېره اصلاح کړه.

د زاکاتکاس د څارنوالۍ دفتر اعلان وکړ چې د ټېلر د چلوونکي د نیولو لپاره پلټنې دوام لري.

یوه ځايي حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي چې د یو شمېر هغو کسانو د جسدونو د را ایستلو هڅې، چې په دره کې  يې ټکر کړى وو، روانې دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښیي چې د ژغورنې ډلې او امنیتي ځواکونه، د هېواد د اردو په ګډون، سیمه خوندي کوي او ژغورونکي هڅه کوي چې مړي راوباسي.

د دولتي څارنوالۍ د دفتر په وینا، قربانیان کډوال نه وو او بس د چیهواوا ایالت کې د متحده ایالاتو او مکسیکو په پوله د «سیوداد خوارز ښار» ته پر لاره و.