نړۍ

په ایران کې د اسراییلو په بریدونو کې دوه تنه ووژل شول

ایراني رسنیو د دغه هېواد د پوځ په حواله خبر ورکړی چې د ایران پر ځینو برخو د اسرائیلو په بریدونو کې دوه کسان وژل شوي دي.

دغو رسنیو د دغو دوو کسانو نومونه جهان ديده او استوار شاهروخي فر ياد کړي دي او زیاته کړې یې ده چې دغه دوه کسان د ایران له پوځ څخه وو.

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هېواد به د اسرائیلو د دغو بریدونو ځواب ورکړي.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي دي: «د ځان د دفاع د ذاتي حق پر بنسټ چې د ملګرو ملتونو د منشور په ۵۱ ماده کې هم منعکس شوی دی، ایران د بهرنيو تېریو په وړاندې د ځان د دفاع حقدار او مکلف ګڼی.»

دغه هېواد اسراییل په سیمه کې د کړکېچ او ناامنۍ اصلي لامل بولي.

اسراییلو نن سهار په درېیو څپو کې د ایران پر اهدافو بریدونه وکړل او د دغه هېواد د رسنیو په وینا، په دغو بریدونو کې تر سلو زیاتو جنګي او بې پیلوټه الوتکو برخه اخیستې وه.

د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري ویلي، په دغو بریدونو کې یې د هوايي دفاع شاوخوا شل مرکزونه او د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د جوړولو مرکزونه په نښه کړي دي.

د ایران د سپاه پاسداران پورې تړلې فارس رسنۍ هم له دې مخکې تایید کړې وه چې په دغه هېواد کې یو شمېر پوځي مرکزونه د اسرائیلو په بریدونو کې په نښه شوي دي.

تر اوسه په ایران کې د توغندیو د توغول شویو او بې پیلوټه الوتکو د شمېر په اړه جزیات نه دي خپاره شوي.

ایراني رسنیو د دغو بریدونو د مرګ ژوبلې او زیان په اړه څه نه دي ویلي.