نړۍ

اسراٸيل څنګه پر ایران برید وکړ؟

اسراٸيلو نن سهار (شنبه، لړم ۵) په درېیو څپو کې د ایران پر اهدافو بریدونه وکړل او د دغه هېواد د رسنیو په وینا، په دغو بریدونو کې تر سلو ډېرو جنګي او بې پیلوټه الوتکو برخه اخیستې وه.

د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري ویلي، په دغو بریدونو کې یې د هوايي دفاع شاوخوا شل مرکزونه او د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د جوړولو مرکزونه په نښه کړي دي.

د اسراٸيلي رسنیو په وینا، په دغو بریدونو کې تر سلو زیاتو جنګي او بې پیلوټه الوتکو برخه اخیستې وه. ایراني چارواکو دا ادعا رد کړې ده.

د اسرائیلو پوځ ویلي، دا اقدام یې د دې میاشتې په پیل کې پر دغه هېواد د تهران د توغندیز برید په ځواب کې کړی دی. دا برید د دواړو دښمنو هیوادونو ترمنځ د زیاتېدونکو شخړو په لړ کې تر ټولو وروستۍ نښته ده.

له دغه برید څو ساعته وروسته د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ چې پر دغه هېواد یې بریدونه پای ته رسېدلي او خپل اهداف ترلاسه شوي دي.

د اسراٸیلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري ایران ته خبرداری ورکړ چې غبرګون و نه ښيي. په داسې حال کې چې یو ایراني خبري اژانس د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي، چې تهران به د اسرائیلو د اقداماتو په وړاندې «متناسب» غبرګون ولري.

ایراني رسنیو ویلي چې په پلازمېنه او شاوخوا پوځي اډو کې څو ساعته وروسته څو چاودنې وشوې. دا بریدونه د شنبې په سهار پیل شول.

تر لمر وړانګو خپرېدو مخکې اسراٸيلو اعلان وکړ چې د بریدونو درې څپې بشپړې شوې او عملیات پای ته ورسېدل.

ایران اعلان وکړ چې د دوی هوايي دفاعي سیسټم په تهران، خوزستان او ایلام ولایتونو کې پر پوځي اهدافو د اسرائیلو د بریدونو په شنډولو بریالی شوی دی، خو ځینو ځایونو ته “محدود” زیان رسېدلی دی.

تر اوسه په ایران کې د توغندیو د توغول شویو او بې پیلوټه الوتکو د شمېر په اړه جزیات نه دي خپاره شوي.

ایراني رسنیو د دغو بریدونو د مرګ-ژوبلې او زیان په اړه څه نه دي ویلي.

د اکټوبر په لومړۍ نېټه پر اسرائیلو د ایران له برید وروسته، پر ایران د اسرائیلو د برید په اړه د منځني ختیځ د هېوادونو اندېښنې او کړکېچ لاپسې زیات شو. هغه مهال ایران پر اسرائیلو شاوخوا ۲۰۰ توغندي وتوغول او په دې بریدونو کې په لوېدیځه غاړه کې یو کس ووژل شو.

د اسراٸيلو او ایران ترمنځ تاوتریخوالی، د یو بل د پخوانیو سیالانو په توګه، وروسته له هغه زیات شوی چې حماس، یوې ډلې چې ادعا کیږي د ایران لخوا یې ملاتړ کیږي،د ٢٠٢٣ د اکتوبر په اوومه پر اسراٸيل برید وکړ.

حماس د لبنان له حزب الله څخه هم ملاتړ کوي، چې ویل کیږي د ايران ملاتړي بلل کیږي.

له تېرې میاشتې راهیسې د لبنان پر حزب الله باندې د اسرائیلو د بریدونو په زیاتېدو سره، د لبنان په پلازمېنه بیروت باندې د هغې د هوایي بریدونو او په غزه کې د هغې د ځمکنیو عملیاتو او په غزه کې د تېر کال جګړې په ګډون، د ایران او امریکا د سیمه ييزې جګړې د احتمال په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

د اسرائیلو پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «د اسرائیلو پر ضد د ایراني رژیم د څو میاشتو پرله پسې بریدونو په ځواب کې، د اسرائیلو دفاعي ځواکونه اوس مهال په ایران کې پر پوځي اهدافو دقیق بریدونه کوي.»

د اسرائیلو پوځ د دغو بریدونو سرلیک «موږ اړ یو چې ځواب ووایو»

د اسراٸیلو پوځ وروسته له هغه اعلان وکړ چې پر ایران یې خپل «هدفيز» بریدونه پای ته رسولي چې د دې هیواد د توغندیو تولید تاسیسات او د توغندیو دفاعي سیسټمونه یې په نښه کړل. اسراییلو زیاته کړه چې الوتکې یې په خوندي توګه خپلو اډو ته راستنې شوې دي.

د اسرائیلو پوځ په یوه خبرپاڼه کې ټينګار وکړ: « که د ایران رژیم د جګړې د نوی پړاو د شروع کولو تېروتنه وکړی، مونږ به ځواب ورکولو ته مجبور شو.»

یوه امریکايي چارواکي ویلي چې په دې اهدافړ کې د ایران د انرژۍ زېربناوې یا اټومي تاسیسات شامل نه دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن چې اسراییلو ته د وسلو اصلي ملاتړی او برابرونکی دی، مخکې خبرداری ورکړی و چې واشنګټن به د تهران پر اټومي تاسیساتو د برید ملاتړ ونه کړي او اسراییل باید د ایران د تېلو پر زېرمو د برید پر ځای پر نورو لارو چارو غور وکړي.

ایراني چارواکو په وار وار اسراییلو ته د«هر ډول برید» په وړاندې د ځواب خبرداری ورکړی

تسنیم خبري آژانس د شنبې په ورځ د سرچینو په حواله خبر ورکړ: «ایران د هر ډول تېري د ځواب ورکولو حق لري او په دې کې هیڅ شک نشته چې اسرائیل به د هر ډول اقدام متناسب ځواب تجربه کړي».

د بایډن د ادارې یوه جګپوړي چارواکي اعلان وکړ چې د اسراییلو «هدف شوي او متناسب» بریدونه باید د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډزو مستقیمه تبادله پای ته ورسوي؛ خو که ایران د ځواب ورکولو پرېکړه وکړي، متحده ایالات یو ځل بیا د اسراییلو دفاع ته بشپړ چمتو دی.

متحده ایالات د بریدونو څخه خبر وو

د ایراني رسنیو لخوا خپاره شوي ویډیوګانې ښیي چې د تهران په مرکزي برخه کې د اسراٸيلو توغندیو د هوایی دفاع سیسټم په دوامداره توګه ډزې کوي. تسنیم خبري اژانس د دې پرته چې کوم ځایونه په نښه کړي، راپور ورکړی چې د سپاه پاسداران اډو ته چې برید کې ورته زیان نه دی رسیدلی، او اعلان یې وکړ چې ایران به د سهار له ٩ بجو ( ګرينويچ پر وخت٥:٣٠دقيقې) څخه د اسراییلو د برید په جریان کې له وقفې وروسته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.

د تسنیم عراقچي په وينا، ګاونډي هېواد ایران هم د بریدونو له پای ته رسېدو وروسته الوتنې بېرته پیل کړې دي

په همدې حال کې د سوریې دولتي خبري اژانس سانا راپور ورکړی چې اسرائیلو د سوریې په مرکزي او جنوبي برخو کې یو شمېر پوځي ځایونه په هوايي بریدونو کې په نښه کړي دي، خو اسرائیلو دا نه ده تایید کړې چې سوریه یې په نښه کړې ده.

اسراییل اعلان وکړ چې لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو، د دفاع وزیر یوآو ګالانت او نور اسراٸیلي امنیتي چارواکي په تل آويو کې د پوځي مرکز څخه بریدونه له نږدې څاري.

د اسرائیلو د دفاع وزیر د بریدونو له پیلېدو وروسته د امریکا د دفاع له وزیر لوید آسټین سره هم خبرې وکړې.

پنټاګون وايي، ښاغلي آسټن په ټوله سیمه کې د امریکايي، اسرائیلي او شریکو ځواکونو او پرسونل د دفاع لپاره د امریکايي ځواکونو د پوستې پر پیاوړي کولو ټینګار وکړ.

یوه امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې اسراییل له برید مخکې امریکا ته خبر ورکړی و، خو واشنګټن په دغو بریدونو کې لاس نه درلود.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې په منځني ختیځ کې د سولې منځګړى دی، د چهارشنبې په ورځ وویل چې د اسراییلو غچ اخیستنه باید د کړکېچ د لا زیاتېدو لامل نه شي.

پر ایران د اسراییلو د برید په اړه غبرګونونه

سعودي عربستان دغه برید د «له حاکمیت او نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه» بللې او پر ټولو خواوو یې غږ کړی چې له زغمه کار واخلي. ریاض له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په سیمه کې د تاوتریخوالی د کمولو او شخړو د پای ته رسولو لپاره لازم اقدامات وکړی.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې پر ایران د اسرائیلو د توغندیو د برید په غبرګون کې ویلي چې دا بریدونه د ملګرو ملتونو له منشور او نړیوالو قوانینو څخه په «لويه سرغړونه» ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دا بریدونه په سیمه کې سوله او ثبات زیانمنوي او په سیمه کې د «خطرناکو» جګړو د زیاتېدو لامل کیږي. دغه هېواد اسراییل په سیمه کې د جګړې د پراخېدو او غځېدو مسوول بولي

دغه بریدونه د یو شمېر افغان سیاستوالو له غبرګونونو سره هم مخ شوي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه برید غندلی او دا یې د ایران له ملي حاکمیت او هویت څخه سرغړونه بللې ده.

په تېر حکومت کې د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې د اسرائیلو «ناسم فکر»بریدونه به نه یوازې په سیمه کې د جګړې د پراخېدو او دوام او د نوي پوځي جوړښت لامل شي؛ بلکې دا به زموږ د سیمې پر ملکي وګړو او بې ګناه خلکو هم ناوړه پایلې او اغیزې ولري.

پداسې حال کې چې متحده ایالاتو هڅه وکړه چې اسراییل قانع کړي چې خپل بریدونه په دقت سره اندازه کړي، دغه هېواد ته یې همداراز ډاډ ورکړ چې که تهران ځوابي برید وکړي نو دوی به یې دفاع کې مرسته وکړي.

پدې ملاتړ کې د بایډن پرېکړه شامله ده چې اسراییل ته د متحده ایالاتو تاډ د توغندیو ضد دفاعي سیسټمونه لېږدوي. بایډن تر دې وړاندې هم شاوخوا ۱۰۰ امریکايي پوځیان منځني ختیځ ته د دې سیسټمونو د عملیاتو د پرمخ بیولو لپاره استولي دي.