افغانستان

سي اېن اېن د افغان کډوالو څخه د پیسو اخیستلو په اړه د راپور خپرولو وروسته د« افترا» له تورونو سره مخ دی

سي اېن اېن د امریکا د یوه امنیتي قراردادي چې له افغان کډوالو پیسې اخلي، د یوه راپور خپرولو له امله د «د افترا» له تورونو سره مخ دى.

دغه خبري شبکې د ۲۰۲۱ کال په یوه راپور کې ویلي چې د امریکا یوه امنیتي قراردادي له افغان کډوالو د اېستلو په بهیر کې پیسې ترلاسه کړې دي.

د لاس انجلس ټایمز د راپور له مخې اوس د زخاري یانګ په نوم دغه امریکايي امنیتي قراردادي چې د امریکا د سمندري ځواکونو متقاعد عسکر دی، د فلوریډا ایالت په یوه محکمه کې د سي اېن اېن پر ضد دعوه پرانستې او ویلي یې دي چې دغه خبري شبکې چې په دې راپور کې خپاره کړي دي، د هغه پر وړاندې «افترا» ده.

سي اېن اېن په خپل ډیجیټلي فلټفارمونو په خپرونو کې د ښاغلي یانګ عکس سره د «تور بازار»سرلیک خپور کړ.

که څه هم سي اېن اېن دا راپور او عکس له خپلو ټولنیزو رسنیو او انټرنیټ پاڼو څخه وروسته له هغه لرې کړ چې زخاري یانګ شکایت وکړ؛ خو ښاغلی یانګ وايي دې راپور د هغه اعتبار او په فلوریډا کې د هغه مشورتي سوداګرۍ ته زیان رسولی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پخواني نظام له نسکورېدو او د وتلو له بهیر څخه درې کاله وروسته لا هم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یو شمېر همکاران پاتې دي او د دوی دوسیې لا هم نه دي څېړل شوي.

دغه هېوادوال چې لوېديځو هېوادونو په ځانګړې توګه امريکا ته يې د پناه غوښتنه کړې، وايي چې د دوى د دوسيو د څېړلو بهير ډېر ورو دى او د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې په پټه له وېرې او ګواښونو سره ژوند کوي.