نړۍ

د اسراٸیلو پوځ پر ایران د خپلو «هدفي» بریدونو د پای اعلان وکړ

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې پر ایران یې د دغه هېواد «هدفي» بریدونه پای ته رسولي دي.

تر دې مخکې د اسرائیلو دولتي راډیو- ټلویزیون خبر ورکړی و، چې دغه بریدونه په درېیو څپو کې ترسره شوي دي.

د اکسيوس په نامه خبري وېباڼې ليکي، چې د اسرائیلو د بریدونو په دویمه او درېیمه څپه کې د ایران ډرون او توغنديزي اډې په نښه شوې دي.

اسرائیلي رسنیو لیکلي چې په دغو بریدونو کې د ایران شاوخوا شل مرکزونه او پوځي اډې په نښه شوي دي.

د «يديعوت احرونوت» په نامه اسراييلي رسنۍ ويلي، چې په دغو بريدونو کې تر سلو زياتو جنګي الوتکو او بې پيلوټه الوتکو برخه اخيستې وه.

د ایران د سپاه پاسداران پورې تړلى فارس خبري اژانس هم تایید کړې چې په دغه هېواد کې یو شمېر پوځي مرکزونه د اسرائیلو په بریدونو کې په نښه شوي دي.

عراق هم تر بل خبرتیا پورې د دغه هېواد په ټولو هوايي ډګرونو کې الوتنې وځنډولې.

تر اوسه په ایران کې د توغندیو د توغول شویو او بې پیلوټه الوتکو د شمېر په اړه جزیات نه دي خپاره شوي.

ایراني رسنیو هم د دغو بریدونو د مرګ ژوبلې او زیان په اړه څه نه دي ویلي.