نړۍ

اسراٸیل پر ایران د بریدونو دوهمه څپه پیل کړه

د ایران د دولتي خبري اژانس په ګډون ایراني رسنیو د انځورونو او ویډیوګانو په خپرولو سره تایید کړې، چې اسراییلو تېره ورځ (پنجشنبه د عقرب ۵مه) پر دغه هېواد د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه پیل کړي دي.

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې اسراٸیلو اوس پر ایران د بریدونو دویمه څپه پیل کړې ده.

د «يديعوت احرونوت» په نامه اسراييلي رسنۍ ويلي دي چې په دغو بريدونو کې تر سلو زيات جنګيالي او ډرون برخه لري.

دغې رسنۍ ویلي دي چې د اسرائیلو د بریدونو موخه د ایران پوځي مرکزونه دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د ایران هوايي دفاع هم فعاله شوې او په دغه هېواد کې د خطر زنګ غږول شوی دی.

د فارس خبري اژانس چې د ایران د سپاه پاسدارانو سره تړاو لري د پنجشنبې په سهار لیکلي: «د فارس د خبریالانو لومړنۍ څېړنې او ارزونې ښيي چې په تهران کې څو پوځي اډې د اسرائیلو د برید هدف وې. همدارنګه، ځینې غږونه د هوايي دفاع د ډزو سره تړاو لري.»

په همدې حال کې عراق د دغه هېواد په ټولو هوايي ډګرونو کې الوتنې تر بلې خبرتیا پورې ځنډولې دي.

تر اوسه په ایران کې د توغندیو د توغول شویو او بې پیلوټه الوتکو د شمېر په اړه جزیات نه دي خپاره شوي.

ایراني رسنیو د دغو بریدونو د مرګ- ژوبلې او زیان په اړه څه نه دي ویلي.