افغانستان

ریچارډ بینټ: محاکمې ته د طالبانو راکاږلو لپاره د هېوادونو نوښت «خوشحالوونکى» دی

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړى راپور ورکوونکى ریچارډ بینټ وايي، د جرمونو نړيوالې محکمې د طالبانو راکاږلو په اړه د کاناډا او د هغې د متحدینو نوښت «خوشحالوونکى» دی.

ښاغلي بینټ د کاناډا د پارلمان له ځینو غړو او د افغانستان له فعالانو سره په کتنه کې ويلي، چې د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون څخه د سرغړونې په خاطر د حساب ورکولو لپاره د طالبانو اړ اېستلو اقدام به ژر عملي او نتیجه ورکړي.

هغه زیاته کړه، د جنسیت، مذهب او نژاد پر بنسټ ځورونه په نړیوالو قوانینو کې د بشریت ضد جرم په توګه پېژندل شوی او د پلټنو په پایله کې باید محاکمه شي.

ښاغلي بینټ وویل: «د کاناډا او د هغه د شریکانو نوښت چې د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون څخه د سرغړونې له امله حساب ورکولو ته د طالبانو اړ اېستلو لپاره یو عملي اقدام دی او ژر تر ژره نتیجه ورکولی شي. د جرمونو نړیواله محکمه په افغانستان کې د ترسره شویو جرمونو څېړنه کوي. د جنسیت، مذهب او نژاد پر بنسټ ځورونه په نړیوالو قوانینو کې د بشریت ضد جرم په توګه پېژندل شوی او د پلټنو په پایله کې به په دې کړنو کې ښکیل تورن کسان محاکمه شي.»

که څه هم طالبانو ته د څلورو هېوادونو د شپږ میاشتني ضرب الاجل له تېرېدو یوه میاشت تېرېږي، خو د ښځو او بشري حقونو په اړه د طالبانو په تګلاره کې کوم بدلون نه دی لیدل شوی. خو د بشري حقونو د ځینو فعالانو په وینا، د طالبانو له قانون سره سم بندیزونه او محدوديتونه زیات شوي دي.

ښاغلي بینټ همداراز وویل چې شونې ده د روان کال تر پایه د بشريت ضد جرمونو په اړه د یوه نوي تړون په اړه په ملګرو ملتونو کې غونډه جوړه شي، خو څرګنده نه ده چې په دغه تړون کې به څه شامل وي. په داسې یو حالت کې چې افغان فعالان غواړي د جنسیتي تبعيض د جرم په توګه په رسميت وپېژندل شي.

هغه ټینګار وکړ: « په اوس وخت کې جنسیتي تبعيض د قانون خلاف عمل په توګه په رسميت نه پیژندل کیږي او په حقیقت کې په دې برخه کې هیڅ قانون شتون نلري. اوسنی نړیوال قانون یوازې د نژاد پر بنسټ تبعيض په رسميت پېژني. د جنډر اپارتایډ اصطلاح د مفهوم او ژبې له پلوه خورا ارزښتناکه ده او کولای شي د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو ناوړه وضعیت ته پام واړوي.»

په ورته وخت کې ښځینه فعالې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د مکسیکو له ولسمشرې سره د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه خبرې کړې او پر اېکس یې لیکلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له زده کړو بې برخې دي. له ټولنې او عامه ژوند څخه لرې شوي دي

هغې په ​​افغانستان کې د طالبانو واکمني د«جنسيتي تبعيض رژیم» بللی دی.