افغانستان

ایرانى چارواکى: په تهران کې له ٢ تر ٣ میلیونو افغان کډوال مېشت دي

Afghan nationals in Islam Qala border town, Herat province. File photo.

د تهران والي محمد صادق معتمدیان وايي، په دغه ښار کې شاوخوا دوه نیم میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ښاغلي معتمدیان ویلي، تهران د ایران  تر ټولو د ډېرو کډوالو منونکى ولایت ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړه: «په دیارلس کلن حکومت کې یو له مهمو مسلو څخه چې د کورنیو چارو وزارت یې په جدي توګه تعقیبوي د بهرنیو اتباعو تنظیم دی.»

د هغه په ​​وينا، د تېر افغان حکومت له نسکورېدو وروسته له دغه هېواد څخه ايران ته د کډوالو د راتګ کچه لوړه شوې ده.

ښاغلي معتمديان په دې برخه کې څرګنده کړه:«هغو پېښو ته په کتو چې ګاونډي هېواد کې پېښ شوي، بې کچې کډوالي شوې، چې د خلکو ترمنځ یې اندېښنې پیدا کړي دي، ځکه په دغه ولایت کې د ناقانونه کډوالو لویه برخه شتون لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې دوو ګاونډيو هېوادونو ایران او پاکستان په وار وار خپل هېواد ته د افغان کډوالو پر ستنېدو ټینګار کړی دی.

تر دې مخکې له ایران څخه اېستل شویو کډوالو ادعا کړې وه چې د ایراني پولیسو له خوا «سخت» وهل شوي دي.

د دغو کډوالو له ډلې څخه يو شمېر يې همداراز وايي چې د کار پر مهال د پوليسو له خوا نيول شوي او له هېواده اېستل شوي چې اوس يې مېرمنې او ماشومان يې بې برخليکه په ايران کې پاتې دي.