د لبنان په سویل کې د اسرائیلو د هوایي برید په پایله کې لږ تر لږه درې خبریالان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
دا برید نن سهار (د لړم په ۴ مه) د حاصيبا په سیمه کې هغه مهال وشو چې خبریالان د رسنیو په مېلمستون کې ځای پر ځای شوي وو.
د رویټرز د راپور له مخې پر دغه خبریالانو هغه وخت بريد وشو چې دوى ويده وو. المیادین شبکې اعلان کړی، چې په وژل شویو کې د دې شبکې انځور اخيستونکى«غسان نجار» او د نشراتو انجنیر محمد رضا هم شامل دي. دغه راز په دې برید کې له حزب الله سره د تړلې المنار شبکې خبریال «وسام قاسم» هم وژل شوی دی.
دا برید د اسرائیلي پوځ او د لبنان د حزب الله تر منځ د وروستیو نښتو له پیل راهیسې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړۍ بريد ګڼل کېږي. اسرائیلي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو معمولاً پر خبریالانو د قصدي برید خبره ردوي.
تر دې مخکې هم د دې جګړې په ترڅ کې پنځه نور خبریالان د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې وژل شوي وو چې یو له هغو څخه د رویټرز انځوراخيستونکى «عیسی عبدالله» هم و.
د حاصيبا ولسوالۍ چې برید پکې شوی، د مسلمانانو او عیسوي نفوس لرونکی ښار دی.
د لبنان د اطلاعاتو وزیر د دغې پېښې په غبرګون کې دا یو «جنګي جنایت» بللی دی.
د سکای نیوز، الجزیرې او لبناني شبکو په ګډون د شپږو بېلابېلو رسنیو څخه لږترلږه ١٨ ژورنالیستان په هغه میلمستون کې مېشت وو، چې بريد پرې وشو.
د لبنان د «الجدید»شبکې خبریال محمد فرحات رویټرز ته ويلي: «موږ د یوې الوتکې غږ واورېد چې خورا ټیټ الوتنه کوي – دې غږونو موږ وېښ کړو – او بیا مو د دوو راکټونو غږ واورېد.»
هغه همداراز زیاته کړه چې د «رسنيو» لوګو سره یې ځینې ویجاړ شوي خونو او د نړېدلو او ویجاړ شویو موټرو عکسونه خپاره کړي.