د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ويلي، د نړیوال او سیمه ییز امنیت په بحث کې«د افغانستان ننګونې» له پامه نه شو غورځولي.
نوموړي د برېکس په غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان له خلکو ملاتړ وکړي.
هغه په خپلو خبرو کې حاضرینو ته وویل: «زموږ ګډه دنده دا ده چې د افغانستان له خلکو او چارواکو سره د بېړنيو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو په حل کې مرسته وکړو، نه دا چې دوی یې څنډې کړو»
په دې لړ کې د قرغزستان ولسمشر صدر جباروف هم د افغانستان د خلکو د ملاتړ ډاډ ورکړ.
هغه په سیمه يیزو او نړیوالو اقتصادي بهیرونو کې د افغانستان د شاملیدو اړتیا ته په اشارې وویل: « دا مهمه ده چې له افغانستان او خلکو څخه په بشپړه توګه ملاتړ وشي څو دغه هیواد په نړیوالو اقتصادي فعالیتونو کې ځای ولري.»
د قرغزستان ولسمشر همداراز ټینګار وکړ چې افغانستان باید په انزوا کې پاتې نه شي او د ثبات او پرمختګ لپاره افغانستان نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
په دې غونډه کې د برېکس ګډونوالو له طالبانو هم وغوښتل چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي. پر افغانستان د طالبانو د واک ترلاسه کولو راهيسې د سیمې او نړۍ هېوادونو په دغه هېواد کې د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.