نړۍ

په دوحه کې د اسراٸیلو او حماس ترمنځ د اوربند د خبرو بیا پيلېدل

د اوربند هوکړې ته د رسېدو او په غزه کې د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره خبرې اترې به ډېر ژر پیل شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې امریکايي او اسراییلي مذاکره کوونکي به په راتلونکو ورځو کې په دوحه کې سره وګوري څو د خبرو د بیا پیلولو هڅې وکړي.

دا خبرې د اسراٸیلو او حماس ترمنځ د شخړې د پای ته رسولو لپاره د میاشتو ناکامو هڅو وروسته کېږي.

قطر او مصر د اسراییلو او حماس ترمنځ په دغو خبرو اترو کې د اصلي منځګړیو په توګه کار کړی دی. په همدې حال، پخوانۍ خبرې اترې پرته له کومې هوکړې پای ته ورسیدې، دا په داسې حال کې وه، چې د ٢٠٢٣ کال د اکتوبر په ٧مه کله چې حماس په جنوبي اسراییل کې بریدونه پیل کړل، پیل شوې.

د اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتانياهو د دفتر د خبرپاڼې له مخې، د موساد د استخباراتي ادارې مشر ډيويډ برنيا به د يکشنبې په ورځ دوحې ته سفر وکړي او د امريکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي آی اې) مشر ويليم برنز به هم په دغو خبرو اترو کې کې ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم په روانه اونۍ کې منځني ختیځ ته سفر وکړ چې د حماس د مشر یحیی سنوار له وژل کېدو وروسته، چې د یوې هوکړې پر وړاندې لوی خنډ بلل کېږي، خبرې بیا پیل کړي.

بلنکن د قطر له لومړي وزير شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره تر خبرو وروسته اعلان وکړ چې مذاکره کوونکي به ډېر ژر د خبرو د دوام لپاره سره وګوري.

بلینکن زیاته کړه چې دا لا څرګنده نه ده چې آیا حماس چمتو دی چې نویو خبرو اترو ته داخل شي او که نه، خو له دې ډلې یې وغوښتل چې د خبرو د پرمخ بیولو لپاره اقدام وکړي.

هغه همداراز ټینګار وکړ چې واشنګټن د خبرو د بیا پیلولو لپاره له قطری او مصری منځګړو سره په مختلفو انتخابونو غور کوی.

په همدې حال کې اسراٸیلو د سنوار له وژل کېدو وروسته د غزې په شمال کې خپل عملیات چټک کړي دي ،چې دا اقدام د فلسطین او ملګرو ملتونو د ادارو چې د غزې د شمالي او پاتې نورو برخو تر منځ د اړیکو د پرې کولو سبب کېږي، د اندېښنو لامل شوی دى.

په دې لړ کې د قطر امیر شیخ محمد بن آل ثاني هم اعلان وکړ چې د خبرواترو د هغه وړاندیز پر بنسټ چې په تېر پړاو خبرو کې یې کړی وو دوام لري او ټینګار یې وکړ چې د قطر چارواکو هم په دې وروستیو کېد دغه هېواد چارواکو په دوحه کې د حماس سیاسي دفتر غړيو سره کتلې دي.