ښځې

آمنه محمد: له افغاني ټولنې څخه د ښځو اېستل د هغوی د حقونو د تر پښو لاندې کولو ښکارندويي کوي

آمنه محمد معاون دبیر کل ملل متحد

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله آمنه محمد وايي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول او له حکومت او ټولنې څخه د هغوی اېستل «په واضح ډول» د ليدلو وړ دي.

آغلې محمد په نړۍ کې د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو په غونډه کې وویل چې د افغان ښځو ملاتړ باید پیاوړی شي او په هر فرصت کې د هغوی له حقونو، واک او ونډې څخه دفاع وشي.

هغې وويل، چې نړيواله ټولنه او د بشري حقونو سازمانونه د ښځو د حقونو پر خونديتوب ټينګار کوي، خو لا هم په دې برخه کې لا زياتو پيوستون او ګډو اقداماتو ته اړتيا ده.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې اجرایوي مشرې سیما باهوس په دغه غونډه کې ويلي چې افغان ښځې په خپلو کورونو کې بندیانې دي.

هغې زیاته کړه: «موږ د ميلیونونو افغان مېرمنو او نجونو وېره یادوو چې له زده کړې، خپل راتلونکي او خپل غږ څخه بې برخې دي چې څنګه په خپلو کورونو کې د بندیانو په څېر په چوپتیا کې زندۍ کېږي.»

په دغه ناسته کې د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستيالې همداراز يادونه وکړه چې ملګري ملتونه او په ټوله نړۍ کې يې همکارې موسسې له هغو ښځو او نجونو سره چې له تاوتريخوالي او کړکېچ سره مخ دي، ملاتړ ته دوام ورکوي.

په دې ملاتړ کې خواړه، سرپناه، روغتیایی خدماتو ته لاس رسی، رواني او ټولنیز ملاتړ، او د اغېزمنو مېرمنو لپاره د کار فرصتونه شامل دي.

هغې وويل، د ښځو، سولې او بشري مرستو صندوق له ٢٠١٦ کال راهيسې په کړکېچنو هېوادونو کې له يو زرو٣٠٠ څخه د زياتو د ښځو سيمه ييزو سازمانونو ملاتړ کړى او د ښځو د حقونو د ملاتړ او د هغوى د ونډې په برخه کې يې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

آغلې محمد ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه لا هم د مالي سرچینو د راټولولو او د سیمه ییزو ښځو د سازمانونو د ملاتړ لپاره لا زیاتو هڅو ته اړتیا لري ترڅو ټاکل شويو موخو ته ورسېږي او ښځې وکولای شي خپلو حقونو ته لاسرسی ومومي.