نړۍ

ملګري ملتونه: اوسنۍ موسمي پالیسۍ د نړۍ د تودوخې د زیاتوالي لامل شوې دي

د ملګرو ملتونو لخوا د پنجشنبې په ورځ د خپور شوي راپور له مخې، اوسنۍ موسمي پالیسۍ به د پیړۍ تر پایه د نړۍ تودوخه د ٣ درجو سانتي ګرډ څخه زیاته کړي. دا د هغه موخې دوه برابره زیات ده چې شاوخوا یوه لسیزه مخکې د پارېس په تړون کې تعيين شوې وه.

کلنی راپور، چې د «ګلخانه يي ګازاتو د خپرېدو درز» تر سرليك لانړې خپرېږي، ښیې چې که حکومتونه د يادو ګازاتو د کمولو لپاره اقدام ونه کړي، تمه کیږي چې د تودوخې درجه به د صنعتي کچې څخه د ٣.١ درجې سانتي ګرډ څخه لوړه شي.

د رویټرز په وینا، په ٢٠١٥کال کې، هېوادونو ژمنه وکړه چې د پارېس په تړون کې د تودوخې لوړوالی ١.٥ درجو ته محدود کړي. خو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش خبرداری ورکړی چې نړۍ د موسم د ناورین په څنډه کې ده.

هغه وويل: «موږ په يو ناپايه طناب روان يو، یا د نړۍ مشران د ګلخانه يي ګازاتو د خپرېدو درز بندوي، یا موږ د اقلیم ناورین ته سره مخ کېږو.»

راپور دا هم ښیې چې په ٢٠٢٣ کې د شنو خونو ګازونو خپرېدو د کاربن ډای اکسایډ معادل ٥٧.١ ګیګاټن نوي ریکارډ ته رسېدلې ده.

د هېوادونو د اوسنیو ژمنو سره سره، وړاندوینه کېږي چې د ځمکې تودوخه به د سانتي ګراد د ۲.۶ او ۲.۸ درجو تر منځ لوړه شي.

راتلونکې میاشت، د نړۍ هېوادونه به په اذربایجان کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په کلني کنفرانس (سي او پي٢٩) کې راټول شي ترڅو د شنو خونو ګازونو خپرېدو کمولو او د فوسیل سونګ توکو څخه د لیرې کېدو لپاره د نویو ستراتیژیو په اړه بحث وکړي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د تودوخې له ۱.۵ درجې سانتي ګراد څخه د زیاتوالي د مخنیوي لپاره باید هېوادونه تر ۲۰۳۰ کال پورې د شنو خونو ګازونو خپرېدا ۴۲ سلنه او تر ۲۰۳۵ کال پورې ۵۷ سلنه کمه کړي.

د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې د پروګرام اجرایوي مشر اينګر انډرسن ټینګار وکړ چې د نړۍ د تودوخې هر ډول کوچنی کمښت لوی بدلون رامنځته کولای شي او پر هېوادونو یې غږ وکړ چې خپلې ژمنې عملي کړي.