افغانستان

په ایران کې څه باندې يو زرو۲۰۰  افغانان بندیان دي

د ټولنيزو چارو او مخنيوي مرستيال ابوالفضل نيکوکار وايي چې د تهران په زندانونو کې يو زرو ٢۴۵ افغانان بنديان دي چې له دې جملې څخه ۴٢٣ تنه يې په غلا تورن دي.

د اېسنا د راپور له مخې، ابوالفضل نیکوکار په یوه خبری غونډه کې د بهرنيو اتباعو شتون د کوربه هېواد لپاره یو فرصت او ګواښ وباله او ویې ویل: «د تهران د ښاروالۍ د سټنډرد د عمومی ادارې د اطلاعاتو او احصائیو له مخې یو میلیون او ۲۰۹ زره او نهه تنه مجاز اتباع او ۳۰۳ زره او ۲۵۲ غیرمجاز اتباع په تهران کې اوسېږي. همدا راز اوس په تهران کې ۴۵٠زره ۲۶۲ اسناد لرونکي او ۱۱٢زره ۵۶۶ بې اسناده  اتباع شته.»

دغه ایرانی چارواکی وایی چې اوس به بهرنیو اتباعو ته نوي جوازونه نه ورکول کېږی. ښاغلي نیکوکار زیاته کړه چې ۸۵ سلنه ماشومان بهرني اتباع دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم افغان کډوالو د ایران د حکومت د پولیسو له چلند څخه شکایت کړی دی. په همدې حال کې د ایران د بشري حقونو سازمانونو تل د ایران په زندانونو کې د زیات شمېر افغان اتباعو د اعدام خبر ورکړی دی.

په دې وروستیو کې ایران د یوه افغان په ګډون اووه کسان اعدام کړل.