افغانستان

 حامد کرزي د کابل په سينما پامیر کې چاودنه «ترهګريزه» وبلله

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه خبرپاڼه کې د کابل په سینما پامير کې د چهارشنبې ورځې چاودنه په کلکه غندلې او هغه يې یوه «ترهګريزه» پېښه بللې ده.

په کابل کې د ايمرجنسي روغتون مسٶولين وايي چې له چاودنې وروسته دغه روغتون ته د ماشومانو په ګډون ١١ ټپيان لېږدول شوي دي.

د دغه روغتون مشر وايي چې د يوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د ایمرجنسي روغتون په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چاودنه د چهارشنبې په ورځ د لړم په ۲ مه شاوخوا دوه بجې د  سینماپامير د لیلام بازار په ګڼه ګوڼه کې رامنځته شوې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

طالبانو هم تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.