افغانستان

د برېکس د غړو ګډه خبرپاڼه: طالبان باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې کړي

د افغانستان د امنیتي او بشري حقونو د وضعیت په اړه د نړیوالو د اندېښنو په زیاتېدو سره، د برېکس غړو هېوادونو د روسیې په کازان کې په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د روان کړکېچ سوله ییز حل اړین دی او له طالبانو یې غوښتي چې د نجونو او ښځو پر زده کړو او تحصيل بندیز لرې کړي.

په دغه خبرپاڼه کې طالبانو د بشري حقونو په رعایت او د ښځو، نجونو او قومي لږکيو په ګډون د ټولو افغانانو د بنسټيزو حقونو پر ساتنې هم ټینګار کړی دی.

د برېکس غړو هېوادونو همداراز ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا باید نور «ښکاره او د تاييد وړ اقدامات» وشي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د دغه هېواد خاوره د«ترهګرو» لخوا نه کارول کیږي.

د دغو هېوادونو په ګډه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوی له ترهګرو ډلو څخه پاک او  یوه خپلواک او متحد افغانستان ملاتړ کوي او له طالبانو غوښتل شوي، چې په دې برخه کې ژر تر ژره کوټلي ګامونه پورته کړي.

دغه راز دغو هېوادونو د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو په ګډون د سيمه ييزو غونډو اغېزمن رول ته اشاره وکړه او په هېواد کې يې د کړکېچ د هواري د بهير د اسانتيا لپاره د دغو هېوادونو د هڅو هرکلى وکړ.

د برېکس غړو هېوادونو په دې خبرپاڼه کې ویلي، دوی باور لري چې د افغانستان د کړکېچ د هواري په بهیر کې د ګاونډیو هېوادونو ګډون په سیمه کې د امنیت او ثبات له ټینګښت سره مرسته کولای شي.

د يادونې وړ ده، چې د روسيې په كازان ښار كې د طالبانو د استازو له شتون پرته د برېكس سازمان درې اړخېزه غونډه د چين، هند، روسيې په ګډون د دغه سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په حضور كې پيل شوه. د ترکیې، سویلي افریقا، برازیل، ایران، مصر او ایتوپیا او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په ګډون دا اونۍ د سه شنبې په ورځ پیل شوه او نن (پنجشنبه، لړم٣مه) به پای ته ورسېږي.

که څه هم طالبانو مخکې په دې غونډه کې د ګډون غوښتنه کړې وه؛ خو دا غوښتنه د برېکس  د غړو لخوا رد شوه.