نړۍ

ترکیې په عراق او سوریه کې د کردستان د کارګر ګوند پر مرکزونو بریدونه وکړل

انقرې ته څېرمه د ترکيې پر هوايي ډګر له خونړي بريد وروسته، د دغه هېواد د دفاع وزارت اعلان وکړ، چې د عراق او سوريې په شمال کې يې د کردستان د کارګر ګوند پوستې په نښه کړې دي.

تر دې مخکې ترکي چارواکو انقرې ته څېرمه پر هوايي ډګر برید «ترهګر» وباله او د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وويل، چې د برید عاملین په ډېر احتمال د کردستان د کارګر ګوند غړي وو.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ترکش آېرلاین د الوتکې په برید کې پنځه تنه وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ترکیې د دفاع وزارت د کردستان د کارګر ګوند پر پوستو د برید د تلفاتو او زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي، د دغه هېواد پر هوايي ډګر د بريد په تړاو ويلي، چې په دې برید کې دوه بریدګر وژل شوي او د درېیو ټپیانو حالت نازک دی.

د دغه هېواد ټلوېزیوني چینلونو د هغه وسله والو برید کوونکو انځورونه خپاره کړل، چې د ترکیې د هوايي چلند د صنایعو د مرکزي دفتر ودانۍ ته ننوځي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وویل: «د انقرې په قهرمانکازان ښار کې د ترکیې د هوانوردۍ د صنایعو په مرکز کې په ترهګريز برید کې دوه ترهګر ووژل شول. “له بده مرغه په ​​دغه برید کې ۳ تنه شهیدان شوي او ۱۴ تنه ټپیان شوي دي.»

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د روسیې په کازان ښار کې د برېکس په غونډه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره دی، دغه برید وغانده.

ناټو، امریکا او اروپايي ټولنې هم دغه برید غندلی دی.