افغانستان

د «د ژونديو موجوداتو د انځورونو په خپرولو له بنديز» وروسته، د بادغیس د ټلوېزونونو فعالیتونه ودرول شول

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بادغیس د سیمه ییزې ادارې له حکم سره سم د «د ژونديو موجوداتو د انځورونو د خپرولو له منع» وروسته په دغه ولایت کې د ټلوېزونونو فعالیت بند شو او په بادغیس کې د رسنیو هر ډول فعالیت تر لیکلو او غږ پورې محدود شو.

دغه مرکز وايي، په بادغیس کې ملي ټلویزیون د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کاوه او یوازې د عبور تلویزیون په نوم یو خصوصي ټلویزیون فعالیت کاوه او اوس د دغو دوو رسنیو فعالیت بند شو.

د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، د راډيوګانو په ګډون نورې رسنۍ چې په مجازي فضا کې فعالې دي او خپلواک خبريالان هم د دغه حکم پلي کولو ته اړ شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز پر دې پېښې د خواشینۍ په څرګندولو سره له طالبانو غوښتي چې پر دې «ډېر شاته پاتې کوونکې» پرېکړه دې چې د رسنیو آزادي نوره هم محدودوي، له سره غور وکړي.

تر دې مخکې هم یوې سرچینې آمو ته تایید کړې وه چې په دغه ولایت کې د خبریالانو لخوا هر ډول انځور اخيستل بند شوي دي.

د افغان خبريالانو مرکز په بادغيس کې د يوې ځايي سرچينې په حواله ويلي چې دغه پرېکړه د بادغيس ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د خبريالانو او سيمه ييزو مسوولينو د ګډې ډلې له لارې په رسمي ډول د رسنيو مسوولينو او خبريالانو ته په يوه واټساپ پيغام کې ابلاغ شوې ده.

د دغه مرکز له خوا په دغه پرېکړه ليک کې ويل شوي: «د ولايت مقام( د طالبانو والي) سره سم د امر بالمعروف او نهى عن المنکر د قانون له مخې، د هېواد له محترمو رسنيو او د خپرونو له مسوولينو او ادارو څخه غوښتنه کېږي چې په خپلو خبرونو او خپرونو کې د ژونديو موجوداتو عکسونه ونه کاروي او دوی کولی شي پرځای یې لوحې د ساختمانونو او بې جانه شيانو عکسون او د خبرونو پورې اړوند صحنې وکاروي.»

بادغیس له کندهار او تخار وروسته درېیم ولایت دی، چې په رسمي ډول یې د ژونديو موجوداتو انځورونو او انځوريزو مرکو په خپرولو بندیز ولګاوه.

د هلمند، لوګر، ميدان وردګو او دايکندي په ګډون د يو شمېر نورو ولايتونو خبريالانو د خبرياالانو مرکز ته ويلي، چې په دې ولايتونو کې هم د دې محدوديتونو د رسمي پلي کېدو نښې ليدل شوي دي.

امر بالمعروف او نهى عن المنکر د منع قانون په ۱۷ مه ماده کې چې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده له خوا د روان کال په اسد میاشت کې تصویب او نافذ شو، راغلي چې محتسبین (د امربالمعروف وزارت اجراییه قوه) باید د هغه موادو د خپرولو مخه ونیسي چې د ذي روح عکسونه پکې وي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په بادغیس کې د ژونديو موجوداتو د انځورونو د خپرېدو د بندولو د حکم د رسمي پلي کېدو په اړه د جدي اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې دا یو ډېر شاته کوونکى ګام دی چې د رسنیو کارونه یې لا نور هم محدود کړي او په ځانګړي ډول. په دغه ولایت کې د تلویزیونونو د بندیدو لامل شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په کندهار کې د طالبانو له پرېکړه کوونکو څخه غوښتي چې د ژونديو موجوداتو انځورونو د خپرېدو د منع فرمان په اړه له سره غور وکړي او هغه لارښوونې چې په تېرو درېیو کالونو کې د رسنیو له قانون سره په موازي ډول صادرې شوې دي، لغوه کړي، تر څو رسنیو ته اجازه ورکړل شي چې د رسنیو له قانون سره سم د عمل آزادۍ څخه برخمن شي او خبریالان وکولای شي په آزاده توګه او له وېرې پرته کار وکړي.