د بشري حقونو سازمان هه نګاو خبر ورکړی، چې ایران د یوه افغان په ګډون اووه کسان اعدام کړي دي.
دغه سازمان ویلي، چې د دغه افغان وګړي هویت تر څېړنې لاندې دی.
د دې سازمان په وینا، دا اووه کسان مخکې د مخدره توکو اړوند جرمونو او«په ځمکه کې د فساد» په تور د مخدره توکو د چمتو کولو او ویشلو له امله په اعدام محکوم شوي وو. دوی د چهار شنبې په سهار د قزل حصار کرج او د کرج په مرکزي زندانونو کې اعدام شول.
له بلې خوا د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی چې له افغانستان څخه دوه تنه بندیان د قم مرکزي زندان فردي بندخونو ته د اعدام د سزا د عملي کولو لپاره لېږدول شوي دي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، دوه نور بندیان د شیراز مرکزي زندان انفرادي بندخونو ته لېږدول شوي دي.
دغه سازمان لیکلي: «داسې ښکاري چې دغه څلور تنه بندیان په جلا جلا قضیو کې د قصدي قتل په تور د قصاص نفس (اعدام) په سزا محکوم شوي دي.»
د دې سازمان په وینا، په ایران کې د قصدي وژنې لپاره د درجه بندۍ نشتوالی د اعدام لامل کېږي، پرته له دې چې د تورن د جرم شدت، ضعف او انګیزه په پام کې ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد اوسېدونکو تل پر طالبانو نیوکه کړې چې په ایران کې د افغانانو د حقونو لپاره عدالت غوښتنه نه کوي. د دوی په وینا طالبان باید هڅه وکړي چې په ایران کې د افغانانو د اعدام مخه ونیسي.