افغانستان

په کابل کې خبریالانو ته د روغتیايي خدمتونو یوه هوکړه لیک لاسلیک کېدل

د افغانستان د آزادو خبريالانو ټولنې پرون په کابل کې له يوه خصوصي روغتون سره خبريالانو ته په ځانګړي تخفيف  د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه درې کلن تفاهم ليک لاسليک کړ.

د دې اتحاديې د خبرپاڼې له مخې، دغه تفاهم ليک په کابل کې د يو شمېر خبريالانو او د ژورناليستانو د ملاتړو بنسټونو د مسٶولينو په حضور کې لاسليک شو.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تخفیف به د افغانستان د آزادو خبریالانو د اتحادیې غړيو خبریالانو او د هغوی خپلوان ته له ۵۰ څخه تر ۷۰ سلنې پورې وي.

دغې اتحادیې ویلي چې د دغه تفاهم لیک پر بنسټ به په کابل کې د ثابت شینوارو خصوصي روغتون روغتیايي او طبي خدمات وړاندې کوي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه خدمتونه یوازې د افغانستان د ازادو خبریالانو د اتحادیې غړيو او د هغوی د کورنیو نږدې غړيو لپاره په نظر کې نيول شوي دي.