نړۍ

اسراٸیلو د حسن نصرالله د احتمالي ځای ناستي مړینه تایید کړه

اسرائیلو د سه شنبې په ورځ (لړم ۱نېټه) تایید کړه چې د لبنان د حزب الله د وژل شوي مشر حسن نصرالله احتمالي ځای ناستی هاشم صفی الدین لا دمخه د دغه هېواد د پوځ په یوه برید کې وژل شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د اسراٸيلو پوځ ویلي چې هاشم صفی الدین درې اوونۍ مخکې د بیروت په جنوبي ښارګوټي کې په یوه برید کې وژل شوی دی.

دا په لبنان کې د حزب الله د مشر احتمالي ځای ناستي هاشم صفي الدین د مړینې لومړنی رسمي تایید دی.

تر دې مخکې اسراٸیلو ویلي و، چې ښايي نوموړی د بیروت په څنډه کې د دوى د ځواکونو په بریدونو کې وژل شوی وي.

د لبنان د حزب الله د مشر حسن نصرالله د تره زوی هاشم صفی الدین د حزب الله د یوې څانګې د جهادی شورا د مشر په توګه وټاکل شو چې د دې ډلې د پوځی عملیاتو مشری پر غاړه لری او اجرایوي شورا د حزب الله مالی او اداری چارې څاری.

صفی الدین له اسرائیلو سره د تیر کال په نښتو کې د حزب الله لپاره په خبرو کې مهم رول لوباوه، د جنازې په مراسمو او پېښو کې چې نصرالله د امنیتي اندیښنو له امله ګډون نه شو کولى، وینا کوله.

په همدې حال کې د دغه خبری اژانس د راپور له مخې اسرائیلو په غزې او لبنان باندې د خپلو بريدونو د بندولو، آن وروسته له هغه چې د سپټمبر په ۲۷ مه د حزب الله ځواکمن مشر حسن نصرالله په ګډون د حماس او حزب الله څو مشران په یوه هوايي برید کې ووژل شول، کومه نښه نه ده ښودلې.

د اسراٸيلو له خوا د صفي الدين د مړينې تاييد په داسې وخت کې کېږي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د اسراٸيلو پر لومړي وزير بنيامين نتانياهو فشار راوړی چې د حماس د سياسي مشر يحيي سنوار له وژنې څخه د اسراٸيلو د اکتوبر اوومه د بريد د يرغمل شويو کسانو د خلاصون لپاره کار واخلي. او په غزه کې جګړه ورو پای ته ورسوي.

د يادولو وړ ده، چې د اسراٸيلو او حماس تر منځ د اوربند د رامنځ ته کولو له څو ناکامو هڅو وروسته د ښاغلي بلنکن د غزې د جګړې له پيل راهيسې منځني ختيځ ته خپل يوولسم سفر کړی او دا له ټاکنو مخکې وروستی سفر دی چې کولای شي د امريکا تګلاره بدله کړي.

رویټرز وايي، انتوني بلینکن په لبنان کې د شخړو د کمولو د لارو چارو په لټه کې دی. تېره شپه د بیروت مرکزي دولتي روغتون ته څېرمه د اسرائیلو په هوايي برید کې د څلورو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي.