افغانستان

پزشکيان مودي سره په لیدنه کې: ایران په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړى دى

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د سې شنبې په ورځ (لړم لومړۍ نېټه) د روسیې په کازان ښار کې د برېکس د ۱۶مې سرمشریزې په څنډه کې د هند له لومړي وزير نریندرا مودي سره وکتل او د افغانستان په اړه یې خبرې وکړې.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ښاغلي پزشکيان په دې کتنه کې ويلي چې له افغانستان سره باید د سیمې د راتلونکي د جوړولو په انګېزه او اراده تعامل او خبرې اترې وشي.

نوموړي په دې کتنه کې وويل:« موږ بايد د افغانانو د ستونزو په حلولو د سولې، آرامۍ او سوکالۍ ته د رسېدو په برخه کې مرسته وکړو. د ایران اسلامي جمهوریت د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې په دغه هیواد کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره مرسته کوي.»

هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد لومړي وزیر دغه ناسته رغنده وبلله او ویې ویل، چې په دې کتنه کې د دوه اړخېزو اړیکو او د اړیکو د ژورولو پر لارو چارو په تېره بیا په راتلونکو برخو خبرې شوې دي.

په دې کتنه کې دواړو لورو په مهمو برخو لکه د چابهار بندر او د شمال-سوٸل نړیوال سوداګریز دهلېز په برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

د یادولو وړ ده چې دا ليدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ایران او اسراییلو ترمنځه د کړکېچ په زیاتېدو کې د دواړو هېوادونو چارواکو د لوېدیځې اسیا په سیمه کې د سولې پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.

دا د ایران د ولسمشر په توګه د پزشکيان د ماموریت له پیل وروسته د نریندرا مودي او مسعود پزشکيان ترمنځ لومړۍ ليدنه ده.