Uncategorized @ps

بینټ په کاناډا کې له یو شمیر مېرمنو سره په هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د کاناډا د فيمينسټانو ټولنې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ او په کاناډا کې د ښځو د حقونو له یو شمېر فعالانو سره د کتنې خبر ورکړ.

په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو وضعیت د دې ليدنې یو له مهمو موضوعاتو څخه و.

د افغانستان لپاره د کاناډا د فيمينسټانو ټولنې د دې غونډې په تړاو پر اېکس لیکلي: «په داسې حال کې چې دا ښځې لاهم د بیا مېشتېدنې له ننګونو سره مخ دي، دوی د افغانستان لپاره کار ته دوام ورکوي او د خپلو خویندو غږ پیاوړی کوي.»

د يادولو وړ ده، چې تر دې مخکې ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکى به د کاناډا له حکومت سره د بشري حقونو د کړکېچ په اړه د خبرو لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي.

د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی بینټ به د دغه سفر په ترڅ کې ټورنټو ته هم ولاړ شي او د بشري حقونو د مدافعینو او خبریالانو په ګډون به له یو شمېر افغانانو سره وویني.

دا غونډه یوازې یوه اونۍ وروسته له هغې کېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا د ریچارډ بینیټ ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځول شو.

تر دې مخکې په یوه بيانيه کې ښاغلي بینټ په خپلواکه او بې پرې توګه د خپل رول د ترسره کولو پر ژمنتیا ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونې مستندې او راپور کوي.