نړۍ

 اروپايي ټولنې اوکراين ته د پور په توګه د روسیې کنګل شوې شتمنۍ کارول تصويب کړل 

اروپايي ټولنې د سه شنبې په ورځ یو داسې پلان تصویب کړ چې پربنسټ به یې په اروپا کې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو په کارولو سره اوکراین ته ۳۸ میلیارده ډالره د پورونو په بڼه ورکړل شي.

دغه طرحه په ۵۱۸ همغږو، ۵۶ مخالفو او ۶۱ غیر ممتنع رایو سره تصویب شوه.

په ورته وخت کې برېټانيې هم اعلان کړی چې د جي ۷ ډلې د پلان د یوې برخې په توګه به د روسیې دوه میلیارده او ۹۴۰ میلیونه ډالره شتمني اوکراین ته د پور په توګه ځانګړې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جي ٧ ډله پلان لري چې د روسیې د ٣٠٠ ميلیارد ډالرو د شتمنیو له ګټې څخه ۵٠ ميلیارده ډالر د بیارغونې په برخه کې کییف ته ورکړي چې د روسیې سره د جګړې لپاره وسلې واخلي.

دغه شتمنۍ په ۲۷ اروپايي هېوادونو، برېټانيا او امریکا کې د مسکو له خوا د اوکراین د اشغال له پیل وروسته کنګل شوې وې.