افغانستان

سرچینې: طالبانو يو ځل بيا په کابل کې کور په کور پلټنې پيل کړې

سرچینو آمو ته پر ټلېفوني اړيکه ویلي چې طالبانو يو ځل بيا د کابل په ځینو برخو کې کور په کور پلټنې پیل کړې دي.

په کابل کې د طالبانو د پولیسو د ۱۱مې حوزې آمر نصیر احمد احمدي وايي، دغه پلټنې د کابل ښار په څلورمه، ۱۱مه او ۱۷مه حوزه کې پیل شوې دي.

د هغه په ​​وینا، دوی د داعش او د مقاومت له جبهې سره تړلي کسان او همدا راز د «جنايتکارانو» په لټه کې دي.

سرچینې وايي، چې دغه پلټنې د سه شنبې په ورځ د کابل په شمال کې په ۳۱۵ سيمه کې پیل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په کابل او د هېواد په نورو ښارونو کې د طالبانو له لوري کور په کور پلټنې پيل شوې دي.