د طالبانو تر ادارې لاندې د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره وايي، په روان هجري لمریز کال کې ۴.۸۳ ټنه غنم راټول شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د شمېرو پر بنسټ، تېر کال په ټول هېواد کې د غنمو حاصل ۴،۳ میلیونه ټنه وو.
د دغه سازمان د راپور له مخې، په ١۴٠٢ کال کې لاسته راغلو غلې او د غنمو حاصلات په منځنۍ کچه ۵،٢ مليونه ټنه او د غنمو توليد په اوسط ډول ۴،٣ مليونه ټنه اټکل شوى و.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، تېر کال د وريجو حاصلات د منځنۍ کچې په پرتله ۵۵۰ زره ټنه کم وو.
دغه بنسټ وايي، افغانستان لا هم د غلو دانو د رسولو لپاره پر وارداتو متکي دی او اړتیا لري چې په کال کې ۳.۵ میلیونه ټنه غلې وارد کړي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د احصایې او اطلاعاتو اداره وايي چې سږ کال په ټول افغانستان کې پر ۲.۱۲ میلیونه هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې له دې جملې څخه ۱،۳ میلیونه هکتاره آبي شوي او ۷۳۶ زره هکتاره للمي دي.
دغه ادارزه زياتوي، چې تر ټولو زيات آبي غنم په هلمند، کندهار، فراه او کندوز ولايتونو کې راټول شوي او تر ټولو للمي غنم په تخار، هرات، بادغيس او فارياب ولايتونو کې کرل شوي دي.