ورزش

د افغانستان الف کرېکټ لوبډله له هانګ کانګ سره مخامخ کېږي

د هېواد د کرېکټ الف لوبډله د اسيا د ایمرجېنګ جام سياليو په چوکاټ کې د هانګ کانګ پر وړاندې لوبه کوي.

دا لوبه به نن (سه شنبه د لړم لومړۍ نېټه) د عمان په کوربه توب ترسره شي.

دا د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې درېیمه لوبه ده چې د اسیا ایمرجېنګ سیالیو کې يې ترسره کوي.

د هېواد کرېکټ الف لوبډلې لوبغاړو تر دې وړاندې هم په دغو لوبو کې سریلانکا او بنګله دېش ته ماتې ورکړې ده.