افغانستان

طالبانو د قزاقستان له چارواکو سره د سوداګریزو اړیکو په اړه ناسته وکړه

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یوه پلاوي د قزاقستان له چارواکو سره په یوه غونډه کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سوداګریزو اړیکو پراختیا او پراخول، د قزاقستان له لارې د چین او افغانستان تر منځ د ټرانزیټي لارو زیاتول، د ټرانسپورټ په بهیر کې د اسانتیاوو رامنځته کول او د اورګاډي له لارې د سوداګریزو توکو په لېږد کې د تعرفې کمول د دغې ناستې د بحث مهمو ټکو څخه وو.

د دغې خبرپاڼې له مخې، دغه غونډه د قزاقستان د لومړي وزير د مرستيال سريک ژومنګارين په ګډون په بېلابېلو څانګو او په ډله ييزه بڼه جوړه شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو دغه غونډه د قزاقستان په آلماتي ښار کې د دغه هېواد د چارواکو په ګډون د افغانستان د کورنيو توليداتو نندارتون سره هم مهاله ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد یو شمېر سوداګر او صنعتکاران د سوداګرۍ او کورنیو تولیداتو په برخه کې له ستونزو شکایت کوي.

د هېواد دغه سوداګر او صنعتکاران د پیسو د لېږد په برخه کې د نړیوالو بندیزونو له امله رامنځته شوې بانکي ستونزې، د صادراتو لپاره د هېواد په بندرونو کې د مناسبو ځایونو نشتوالی او همدارنګه په افغانستان کې دننه د خامو موادو کمښت او په لوړه بیه د هغوی واردول د خپلو لويو ستونزو په توګه یادوي.