نړۍ

 ایران وايي امریکا به پر دغه هېواد د اسرائیلو د برید مسٶول وي

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي دغه سازمان سرمنشي او د امنیت شورا ته په یوه لیک کې  ویلي دي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د ایران پر ضد «د اسرائیلو د غیر قانوني پوځي تېري په اړه د توجیه او ښکاره ملاتړ »څرګندونه کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ ( تلې ٣٠مه) په جرمني کې د بایډن د څرګندونو په غبرګون کې وکړې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د ایراني پلاوي په لیک کې راغلي: «متحده ایالات به د ایران په وړاندې د اسراٸیلو د هر ډول تېري په تحريکولو، هڅولو او فعالولو کې د خپل رول بشپړ مسؤلیت پر غاړه ولري او پر سیمه يیزې او نړیوالې سولې او امنیت به د هغې د ناوړه پایلو مسؤلیت به هم پر غاړه ولري.»

جوبایډن تېره اوونۍ آلمان ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې دی خبر دی چې اسرائیل څنګه او کله پر ایران برید کوي. خو نوموړي د جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه

په همدې حال کې ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي امیر سعید ايرواني د دغه سازمان سرمنشي او امنیت شورا ته په دغه لیک کې لیکلي:« دغه پارونکې څرګندونې (د بایډن څرګندونې) د ژورې اندېښنې وړ دي. ځکه چې دا د ایران په وړاندې د اسرائیلي رژیم له غیر قانوني پوځي تېریو څخه د امریکا د متحدو ایالتونو ښکاره تایید او ښکاره ملاتړ څرګندوي.»

ښاغلي ايرواني په لیک کې ویلي چې دا ډول څرګندونې په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو د ملاتړ لپاره د امریکا د مکررو ادعاوو سره هم ټکر لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د اکټوبر په ۱۸مه په خپل اېکسپاڼه لیکلي: «هر هغه څوک چې پر ایران د اسراییلو د برید له طریقې او مهالوېش څخه خبر وي او یا د دغه ډول حماقت لپاره وسايل او ملاتړ چمتو کوي، باید په منطقي توګه د هر ډول احتمالي تلفاتو حساب ورکوونکی شي.»