اېکسپرېس ټریبیون راپور ورکړی چې پاکستان د افغانستان د چارو لپاره د ځانګړي استازي په نه ټاکلو سره له طالبانو سره د تعامل د کمولو په لټه کې دی.
د دغه راپور پر بنسټ، باخبرو سرچینو اېکسپرېس ټریبیون ته ویلي، چې د ځانګړي استازي په ټاکلو کې د پاکستان خنډ له طالبانو سره د اړیکو د کمولو لپاره د دغه هېواد د نوې تګلارې پر بنسټ دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د پخواني ځانګړي استازي آصف دراني له ګوښه کېدو څه باندې شپږ اوونۍ تېرېږي، خو د دغه هېواد حکومت د هغه د ځای ناستي د ټاکلو لپاره هېڅ ګام نه دی پورته کړی.
اېکسپرېس ټریبیون لیکي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي په دې باور دي چې د اوسنیو بندیزونو سره سره دوی کولای شي د ځانګړي استازي له اړتیا پرته د افغانستان په اړه مسایل پرمخ یوسي.
په داسې حال کې چې ډېرو هېوادونو له طالبانو سره د لا زياتو اړيکو لپاره ځانګړي استازي ټاکلي، پاکستان د سپټمبر په لسمه په يوه حيرانوونکې پرېکړې سره ځانګړى استازى آصف درانی له خپلې دندې لرې کړ.
دا عمل پرته له دې چې کوم رسمي توضیحات وړاندې کړي ترسره شوي او د بې باورۍ او نیوکې څپې یې راپارولي دي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې اصف درانی چې د ۲۰۲۳ کال په مى میاشت کې د محمد صادق ځای ناستی شو، ويې نشو کړى د پاکستان او افغانستان پر اړیکو مثبت اغېز نه پرېباسي.
باخبرو سرچینو دغه ورځپاڼې ته ویلي، چې دراني د طالبانو سره محدودې اړیکې لرلې او په کابل کې د منلو وړ نه و.
دغه لاملونه د دې لامل شول چې د ځانګړي استازي په توګه د ښاغلي دراني د فعالیت موده بې پایلې پای ته ورسېږي او د پاکستان او طالبانو اړیکې د ښه کېدو پر ځای خړې پړې شوې.
د يادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د بيا ټينګښت سره تمه کېده، چې د پاکستان او د دوى ترمنځ تاريخي اړيکې به د دواړو لورو ترمنځ اړيکې ښې کړي؛ خو برعکس، وضعیت نور هم پیچلی شو.
په پاکستان کې ترهګریز بریدونه په بې کچې ډول زیات شوي، او اسلام اباد وايي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پټنځایونه د دې ګواښونو اصلي سرچینه ده.
پاکستان په وار وار له طالبانو غوښتي چې د ټي ټي پى پر ضد اقدام وکړي. خو د اېکسپرېس ټریبیون په وينا چې دوی تر اوسه له دې کاره ډډه کړې ده.
د دې ورځپاڼې په وینا، پاکستان اوس په داسې یوه حالت کې دی، چې ګواکې د دغه رول د نه اغېزمنتیا له امله د افغانستان لپاره د نوي ځانګړي استازي له ټاکلو ډډه کوي او خپله ټوله پالیسي یې له طالبانو سره د اړیکو پر کمولو او داخلي ګواښونو سره مبارزه باندې متمركزه کړې ده.