د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، چې هېواد يې هڅه کوي چې د طالبانو تر واک لاندې له افغانستانه د ایران د اوبو حق ترلاسه کړي.
نوموړي په یوه خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي دغه موضوع تعقیبوي.
اسماعیل بیقايي وویل: «د ایران بهرنی سیاست د خلکو په بدلون سره نه بدلیږی او په تېرو درېیو کالونو کې د ایران ټولې هڅې د ایران او افغانستان د اړیکو په دوام سره د دغه هیواد له ثبات او امنیت سره د مرستې لپاره دا وې. تر څو هلته ډېرې ستونزې هوارې شي.»
طالبانو په کراتو ویلي چې د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې یې په هلمند سيند کې يې د ايران د اوبو حق تأمين کړى دى.
تر دې مخکې د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د کمیسیون غړي فدا حسین مالکي ویلي و چې ایران ته د هلمند د اوبو د حق ورکولو په اړه د طالبانو ادعاوې حقیقت نه لري.
د هغه په وينا، طالبانو سېلاب د اوبو د حق ورکولو په معنا ګڼلى دى.
دغه ایرانی چارواکی وایی چې په بنسټيز ډول د طالبانو له خوا ایران ته د هلمند د اوبو د حق د ورکړې په برخه کې کوم اقدام نه دی شوی.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال يو شمېر ايراني چارواکو هم کابل ته سفرونه کړي، څو د هلمند له سيند د ايران د اوبو پر حق خبرې وکړي.