طالبانو د هېواد په شمال کې په جوزجان او بلخ ولایتونو کې د یکشنبې په ورځ، د تلې په ۲۹ سلګونو کسانو څخه د «امارت پېژندنې» ازموینه واخیسته.
په جوزجان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سیف الدین معتصم آمو ته وویل چې په دې ازموینه کې د «اسلامي امارت تاریخچه» کتاب په اړه پوښتنې وشوې.
د هغه په وينا، په جوزجان کې د دې ازموينې لپاره د نوم ليکنې له زرو کسانو څخه نږدې ٧٠٠ تنو برخه اخيستې وه.
هغه زیاته کړه چې دوی به « د ځوانانو د فکري اصلاح»لپاره د «حق المبین» په نوم د کتاب څخه یوه بله ازموینه هم واخلي.
د هغه په وينا، دا کتاب د «اسلام، حنفي مذهب» او ددې اړوندو مسايلو په اړه دى.
هغه زیاته کړه چې د «شیطان لښکر» په نوم د بل کتاب ازموینه به د «خلکو عقيدو د اصلاح» لپاره ډیر ژر ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له تېرو درېيو کلونو راهيسې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته له تګه منع کړې دي. همدارنګه، نجونې پوهنتون ته له تګ او د کانکور په ازموینو کې له ګډون څخه هم منع شوې دي.