د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه جاوید مومند ته نږدې سرچینې وايي چې ښاغلی مومند له تېرې شنبې راهیسې د طالبانو په بند کې دی.
د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې ښاغلی مومند د شنبې په ورځ د تلې په ۲۸مه د طالبانو د استخباراتو له خوا د کارته نو په تپه سیمه کې نیول شوی دی.
طالبانو تر اوسه د ښاغلي مومند د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېره میاشت کې د سیاسي مسایلو دوه شنونکي، دوه دیني عالمان او د ولسي جرګې یو پخوانی غړی نیولي وو.