د آزادي جبهې په یوه خبرپاڼه کې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د توغندیز برید مسوولیت په غاړه واخيست.
تر دې مخکې سرچینو آمو ته ویلي و چې د یکشنبې په ماښام د میزان ۲۹ مه د کابل پر پوځي هوايي ډګر توغندیز برید شوی دی.
د دغو سرچینو په وینا، لږ تر لږه درې توغندي پر دغه هوايي ډګر لګېدلي دي.
اوس د آزادۍ جبهې ویلي چې په دې برید کې یې څو راکټونه توغولي او طالبانو ته یې مرګ- ژوبله اړولې ده.
د دغې جبهې په وينا، دغه بريد لومړى د راکټونو توغولو سره پيل شو او بيا د دغې جبهې غړو د طالبانو پر پوستو بريدونه وکړل.
په دغه خبر پاڼه کې راغلي دي چې برید شاوخوا لس دقیقې دوام وکړ.
د آزادۍ جبهې په وينا، دا برید هغه مهال وشو، چې طالبانو پوځي الوتکې ترمیمولې.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.