نړۍ

 زيلینسکي: د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا مخ په زیاتېدونکى رول د نړۍ لپاره یو «جدي خطر» دی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي دي چې هغه د هغو هېوادونو د قوي غبرګون په لټه کې دی چې په رسمي ډول یې تایید کړې چې شمالي کوریا د اوکراین په وړاندې د روسیې په جګړه کې ډیر رول لوبوي.

ښاغلی زیلینسکي وايي چې په دې جګړه کې د شمالي کوریا زیاتېدونکي رول ټولو هېوادونو ته «یو ګواښ» دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې زیلینسکي د یکشنبې په ورځ په خپلو خبرو کې وویل چې د سټلایټ د عکسونو او ویډیو په ګډون ډېر شواهد شته چې شمالي کوریا نه یوازې روسیې ته تجهیزات استولي دي؛ بلکې روسیې ته یې  د «چمتوالي» لپاره عسکر هم استولي دي.

هغه وايي: زه د هغو هېوادونو له مشرانو او استازو مننه کوم چې سترګې نه پټوي او د سترې جګړې لپاره د دې همکارۍ په اړه په ښکاره خبرې کوي. خو موږ له خپلو شریکانو څخه د طبیعي، صادقانه او قوي عکس العمل تمه لرو.»

د اوکراين  ولسمشر ټينګار وکړ: «له بده مرغه، بې ثباتي او ګواښونه ډېره وده کولی شي وروسته له دې چې شمالي کوريا د عصري جګړې لپاره د وروزل شي.»

ولادیمیر زیلینسکي وايي چې که نړۍ اوس  چوپتيا اختيار کړي نو «یقینا د هیچا په ګټه به نه وي».

د هغه په ​​​​وینا، د شمالي کوریا کړنې «په اغېزمنه توګه د اوکراین په وړاندې جګړې ته د یو بل هیواد ته ننوتلو» په معنا دي.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر تېره اوونۍ پر شمالي کوریا تور ولګاوه چې د روسیې تر څنګ یې پوځي افسران ځای پر ځای کړي او د مسکو د جګړې په هڅو کې د مرستې لپاره د زرګونو پوځیانو د لېږلو چمتوالى نیسي.

د جنوبي کوریا خبري اژانس د جمعې په ورځ وویل چې شمالي کوریا د روزنې لپاره روسیې ته ۱۵۰۰ ځانګړي ځواکونه استولي دي.

په داسې حال کې چې د اوکراین په ختیځ کې جګړه روانه ده، دغه هېواد د مسکو له واکمنۍ څخه د ځان د خلاصون لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي او د اروپايي ټولنې د غړیتوب په اړه د خبرو اترو په اوږد بهیر کې بوخت دی.

د امریکا د دفاع وزیر لوید آسټن د شنبې په ورځ ويلي چې هغه د هغو راپورونو پخلی نه شي کولای چې شمالي کوریا د احتمالي ځای پر ځای کېدو نه مخکې روسیې ته عسکر لېږي. خو ويې ويل چې که دا عمل رښتيا وي نو د اندېښنې وړ دى.

د فرانسې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو د سې شنبې په ورځ په کییف کې په یوه ګډه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې پر اوکراین د روسیې د بريد د ملاتړ لپاره د شمالي کوریا د منظمو ځواکونو موجودیت ښايي په جګړه کې جدي زیاتوالی راولي.