افغانستان

قطر او اندونیزیا افغان زده کړيالانو ته تحصلي بورسونه ورکوي

قطر او اندونیزیا افغان زده کړيالانو ته په اندونیزیا کې د زده کړو لپاره د تحصیلي بورسونو د برابرولو هوکړه لاسلیک کړ.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دې هوکړه لیک موخه د پوهنې او پرمختګ په برخه کې د همکارۍ یو چوکاټ رامنځته کول دي چې له افغان ځوانانو سره به د یوه روښانه او هوسا راتلونکې په جوړولو کې مرسته وکړي.

دغه تړون د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې لٶلوه بنت راشد آل خاطر او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر مرستيالې رتنو مرسودي په یوه ناسته کې د رسنيو په حضور کې لاسلیک کړ.

د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې هیله څرګنده کړه چې دا سفر به په اندونیزیا کې د افغان زده کړيالانو لپاره له لاسته راوړنو ډک وي.

له بل پلوه د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزپرې د افغان ښځو او نجونو د زده کړې او پياوړتيا په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکاريو ټينګار وکړ.

د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو مرستيالې او وزیرې وويل، چې دوى به په افغانستان کې د زده کړو او بشري ظرفيتونو د پياوړتيا او د افغان ځوانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر افغانستان د بيا واک لاسته راوړلو راهيسې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی او آن منځني ښوونځي یې د دوى پرمخ تړلي دي.