د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د غزې په شمال کې د بیت لاهیا په ښار باندې د تېرې ورځې او شپې په بریدونو کې لږ تر لږه ۸۷ تنه وژل شوي او څه باندې ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، اسراٸیلي پوځ ویلي چې د بریدونو په تړاو د راپورونو په اړه پلټنه کوي، چې په وروستیو میاشتو کې يې ترټولو لوی تلفات درلودل.
تر دې مخکې اسراٸيلو ويلي وو، چې د حماس د رسنيز دفتر له خوا خپرې شوې شمېرې، چې ويلي يې وو په بريدونو کې ۷۳ کسان وژل شوي، «مبالغه» ښکاري، او زياته کړې يې ده، چې د بريد موخه د حماس اړوند يو ځای و.
په همدې حال کې د غزې د روغتیا وزارت ویلي دي چې د ژغورنې عملیات د مخابراتي ستونزو او همداشان له اسرائیل سره پولې ته څېرمه سیمه کې د اسرائیلي پوځي عملیاتو د دوام له کبله له ستونزو سره مخامخ شوي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «ټپیان لا هم تر خاورو او سړکونو لاندې پراته دي، او امبولانسونه او بېړني ټیمونه نشي کولی دوی ته ورسیږي.»
دا برید د شنبې په شپه ناوخته او دوه اونۍ وروسته له هغه وشو چې د جبالیه ښار چې د بیت لاهیا په جنوب کې موقعیت لري، په شاوخوا کې يې پراخ عملیات پیل شول. په دې عملیاتو کې اسراییلي ځواکونه د ټانکونو په ملاتړ هڅه کوي چې د حماس پاتې جنګیالي له سیمې وباسي.
په همدې حال کې په غزه کې وروستي بدلونونه د روانو جګړو، د اسراٸیلو د بریدونو او د خوراکي توکو، سون توکو او طبي توکو د سخت کمښت له امله رامنځ ته شوي ناوړه او اندېښمنونکی بشري وضعیت ښیي.
د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اسراییلو د ځمکنیو بریدونو له پیله تر اوسه تر ۴۲ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي او په زرګونو نور تر خاورو لاندې ښخ شوي دي.