په امريکا کې مېشتو يو شمېر افغان فرهنګي او ټولنيزو فعالانو د تلې په ٢٩مه نېټه د پنسلوانيا په فلادلفيا کې د ازبکي ژبې ملي ورځ ونمانځله.
دا په داسې حال کې ده، چې يو شمېر ازبک وګړي وايي، چې دوی د هېواد په اوسني سیاسي جوړښت کې «آن کوچنۍ برخه هم» نه لري او له وضعیت څخه راضي نه دي.
دغه هېوادوال زیاتوي چې دوی د طالبانو د واک ته د رسېدو وروسته سیاسي واک کې د دوی د رول د کمېدود او د هیواد د درېيمې ژبې په توګه د ازبکي ژبې حیثیت په اړه اندېښمن دي.
د دغو هېوادوالو په وینا، د طالبانو له راتګ وروسته یو شمېر رسنۍ چې پخوا یې په ازبکي ژبه خپرونې کولې او همدارنګه د ازبکي ژبې ډیپارټمنټونه چې د پوهنتون په یو شمېر پوهنځیو کې جوړ شوي وو، په تدريجي ډول د له منځه تللو په حال کې دي.
ازبک وګړي همداراز وايي چې واک ته د طالبانو له راتګ سره د دغه وضعیت په اړه اندېښمن دي.
د يادولو وړ ده، چې په پنسلوانیا کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځلو په موخه جوړه شوې غونډه کې د امریکا د بېلابېلو ایالتونو فرهنګي، ټولنیزو او ښځینه شخصیتونو ګډون کړی وو.