افغانستان

ځانګړى: په تېرو دوو کلونو کې په ۸ ولایتونو کې ۲۴ تنه د جبري ودونو د ۵۸ قضیو شاهدان وو

جبري واده؛ که د تدریجي مړینې تجربه، افغان ښځې او نجونې له کالونو راهیسې د دغه ناوړه دود قربانیانې دي.

تازه د آمو د میداني څېړنې موندنې ښيي چې په تېرو دوو کالونو کې په ۸ ولایتونو کې ۲۴ تنه د اجباري ودونو د ۵۸ قضیو شاهدان وو.

د دغې ميداني څېړنې پر بنسټ، «اقتصادي بې وزلي، د کورنۍ فشار او د بې سوادۍ په ګډون ناوړه دودونه او همدارنګه د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز» په تېرو دوو کلونو کې د اجباري ودونو درې بنسټیز لاملونه وو.

جبري واده؛ د آمو د ميداني څېړنې موندنې

– دا څېړنه په فراه، بامیان، دایکندي، پکتیا، کندز، فاریاب، جوزجان او پروان ولایتونو کې ترسره شوې.

– مرکه کوونکي د جبري ودونو قربانیان وو، یا د جبري ودونو شاهدان.

– په دوو کلونو کې په ۸ ولایتونو کې ۲۴ تنه د اجباري ودونو د ۵۸ قضیو شاهدان وو.

۳۷.۵ سلنه مرکه کوونکو ویلي چې اقتصادي بېوزلي د اجباري ودونو لامل دی او ۲۰.۸ سلنه یې ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې د جبري ودونو لامل د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز دی.

د اجباري ودونو لاملونه؛ د آمو د ميداني څېړنې موندنې:

– ۳۷.۵ سلنو ویلي چې په وروستیو دوو کلونو کې د جبري ودونو لامل اقتصادي بېوزلي وه.

-۳۷.۵ سلنو ویلي چې ناوړه دودونه (په بدو یا بدل کې د نجونو ورکول)، بې سوادي او د کورنۍ فشار په تیرو دوو کلونو کې د اجباري ودونو لاملونه دي.

– ۲۰،۸ سلنو ویلي چې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز په تېرو دوو کلونو کې د اجباري ودونو یو لامل وو.

– ۴.۴ سلنو دې پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

۳۷.۵ سلنو د اجباري ودونو د پایلو په اړه ویلي چې «کورنی تاوتریخوالی» د اجباري ودونو پایله ده، مرکه کونکو رواني ناروغي، له کوره تېښته او ځان وژنه د جبري ودونو د نورو پایلو په توګه یاد کړي دي.

د جبري ودونو پایلې؛ د آمو د ميداني څېړنې موندنې:

– ۳۷.۵ سلنو ویلي چې جبري ودونه د «کورنۍ تاوتریخوالي» لامل کیږي.

– ۱۶.۶ سلنو ویلي د زور ودونه د «رواني ناروغیو» لامل کیږي.

– ۱۲.۵ سلنو ویلي جبري ودونه د «ځان وژنې» لامل کیږي.

– یو بل ۱۲.۵ سلنو ویلي دا ودونه د «کوره د تیښتې» لامل کیږي.

– نورو ۱۲.۵ سلنو ویلي چې دا ودونه د «بې برخلیکۍ او جلاوالي» لامل کیږي.

– ۸.۴ سلنو دې پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

په ۱۴۰۰ لمریز کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره، د ښځو چارو وزارت په ګډون ډېری ټاکلي دولتي بنسټونه چې د ښځو د حقونو او د جبري ودونو او د ښځو له حقونو د سرغړونو د مخنیوي په برخه کې یې کار کاوه، له منځه یوړل شول.

په تېرو درېيو کلونو کې طالبانو د جبري ودونو د مخنيوي مسووليت د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته وسپاره. د دغه وزارت د پلان ریئس د زمري په ۳۰مه وویل چې په تېر یوه کال کې یې د ښځو او نجونو د پلور د ۲۰۵ قضیو مخه نیولې ده.

محب الله مخلص  د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د پلان او تدوین رئیس د روان کال د زمري دېرشمه نېټه وويل: «په بدو کې د ښځو د ورکولو د درې سوه ۳۸ قضیو مخه نیول شوې، د ښځو او نجونو د پلور د ۲۰۵ قضیو مخه نیول شوې او په یو زرو ۳۱۳ قیو کې دښمني په دوستۍ بدله شوې ده.»

د دې څېړنې سربېره موږ د راپور په دوام کې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې له هغو کسانو سره مرکې کړې چې یا د جبري ودونو قربانې شوي او یا هم د دغه ډول ودونو شاهدانې دي.

ځینو مرکه کوونکو غوښتل چې د دوی نومونه دې مستعار او هویت دې پټ وساتل شي.

لاسونه يې له قلم او کتاب څخه بې برخي شوي د طالبانو لخوا پر زده کړو بنديز ګلالۍ د جبري واده قرباني کړه. وايي په محرومیت کې شپې ورځې تېروي.

ګلالۍ چې د جبري واده قرباني ده وايي: «وروسته له دې چې ښوونځي، پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه زموږ (نجونو او ښځو) پر مخ وتړل شول، ما اجباري واده ته مخه کړه، دا چې زه له زده کړې او د فردي ازادۍ له حقه محروم وم، د اجباري واده یوه پایله ده. د ژوند په پرېکړه کولو کې ښکېله ووسم.»

د جبري واده يوه بله قرباني مهتاب افتخار وايي، ستونزو ته نه ده تسلیم شوې افتخار ټينګار کوي، چې لس کلنه وه، چې په زور واده شوې ده.

مهتاب افتخار د جبري واده قرباني زياتوي «زه په لس کلنۍ کې په زور واده شوې یم کلونه کلونه وځورول شوم کلونه کلونه مې ظلم، جبر، وهل او ډبول زغملي، روحي او جسمي شکنجه شوې یم په زرګونو ناروغيو اخته شوم خو تسلیم نه شوم، مبارزه مې وکړ، غږ مې پورته کړ، په دې لاره کې مې چې مبارزه وکړه، درنه بیه مې پرې کړه زنداني شوم، شکنجه شوم، په درو ووهل شوم درې لوڼې مې ښخې کړلې اولادونه مې یې رانه واخیستل.»

ستاره هم د جبري ودونو یوه شاهده ده چې یوه نجلۍ یې په زور له یوه سړي سره چې په نشه یي توکو روږدي وو واده کړې ده که څه هم دا پېښه له څو کلونو پخوا ده، خو جبري ودونه اوس هم له افغان ښځو او نجونو قرباني اخلي.»

 د جبري واده شاهده ستاره وايي: «که څه هم د هغې په نس کې ماشوم دی خاوند یې په هغې پور تورې کوي او وايي چې هغه د بل سړي سره اړیکه لري، کله چې هغه بېرته کور ته راځي،دا نجلۍ ډیره وهي، د هغه د تره زوی سره چې ډېره یې وهي ساه یې وربندوي تر هغې چې له منځه لاړه شي او دومره یې وهي چې حتی ماشوم یې هم له منځه ځي، او دا یې ښخوي.»

یو شمېر نورې بیا ټینګار کوي، چې ځینې کورنۍ د دې لپاره چې خپلې اقتصادي ستونزې مدیریت کړي خپلې لوڼې جبري ودونو ته اړ کوي.

 د جبري واده شاهده نازنين  وايي: «د اجباري ودونو یو له اساسي لاملونو څخه؛ فقر او اقتصادي ستونزې. د بې وزلۍ له امله چې دوی ورسره مخ دي، کورنۍ اړ دي چې دوی په زوره او بې وخت واده وکړي. د دوی لوڼې د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره د اجباري ودونو قرباني کیږي او موږ د دې پیښو شاهدان یو. حتی هغه نجونې چې عمرونه یې له ۱۴ تر ۱۲ کلونو ته رسېږي او دوی هغه کسانو ته ورکړل شوي چې په عمر کې ډیر توپیر سره لري. آن له ۳۰ او ۴۰ کلونو څخه ډېر.»

خو له څو کلونو راهیسې جبري ودونه په بېلابېلو بڼو، کله د ماشومانو د ودونو او د نجونو د ناوړه ګټې اخیستنې په بڼه او کله هم د نجونو د خرڅلاو په بڼه کې له افغان ښځو او نجونو قرباني اخلي هغه قرباني چې له يوه نسل څخه نسل ته تکرارېږي. د دې سره د مبارزې هڅې داسې ښکاري چې لږې پایلې یې ترلاسه کړې.