افغانستان

طالبان وايي په یوه کال کې یې ۶۲ زره سوالګر راټول کړي دي

د طالبانو د رٸيس الوزرا د مرستیال دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېر کال له کابل او د هېواد له نورو ښارونو ۶۲ زره سوالګر راټول شوي دي.

په دغه خبرپاڼه  کې راغلي چې د دغو ۲۷زره۷۱۵ تنه مستحق او ٣١زره ١٢ تنه یې «مسلکي سوالګر» او پاتې نور یې ماشومان او په نشه یي توکو روږدي کسان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د ناخوندیتوب سره مخ دي.

دغه سازمان وايي چې ډېری افغان اتباع نه پوهېږي چې خپل راتلونکی خواړه څنګه ترلاسه کړي.

له بلې خوا د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي چې د طالبانو له بیا واکمنۍ راهيسې د مرستو د بستو د تمویل لپاره سخت مالي بحران او د طالبانو له خوا د ښځو پر کار د بندیزونو له امله د خوراکي توکو مرستې هم له خطر سره مخامخ شوې دي.