افغانستان

طالبانو په تخار کې یوه ښځه او یو سړی په عام محضر کې په درو ووهل

File photo from a public flogging incident in the central Parwan province. 2022.

طالبانو په تخار ولایت کې یوه ښځه او یو سړی د «زنا» په تور په درو ووهل.

د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی پر دغو دوو تورنو هر یو «۳۹ درې» ووهل.

د دغه خبر پر بنسټ، طالبانو د دغه ولایت په فرخار ولسوالۍ کې دغه سړی او ښځه په درو وهلي دي.

طالبانو په تېره یوه میاشت کې د دغو دوو کسانو په ګډون شاوخوا ۶۰ کسان په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا تېره اوونۍ په یوه پرېکړه لیک کې د طالبانو له خوا د جسمي مجازاتو کارول غندلي او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

بل خوا د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو د طالبانو دغه سزاوې له انساني ارزښتونو سره په ټکر کې بللې دي.