افغانستان

ازبکستان: د ټرانس-افغان د اوسپنې پټلۍ جوړول به لږ تر لږه پنځه کاله وخت ونیسي

Uzbekistan’s Transport Minister, Ilhom Mahkamov. File photo.

د ازبکستان د ترانسپورت وزیر الهام مهکاموف ویلي چې د ټرانس- افغان د اوسپنې پټلۍ جوړول به لږ تر لږه پنځه کاله وخت ونیسي.

ښاغلی مهکاموف وايي، دا پروژه پېچلې ده او په افغانستان کې له ستونزو سره مخامخ ده.

د ازبک رسنیو د راپورونو پر بنسټ، نوموړي په تاشکند کې د نړیوالو همکاریو د نوښت په اوونۍ کې وویل: «د ټرانس-افغان د اوسپنې پټلۍ د جوړولو لپاره بشپړ هوکړه لیک لاسلیک شوی دی. د دې پروژې موخه د پاکستان له مهمو بندرونو سره د منځنۍ اسیا د نښلولو له لارې د سیمه ییزې سوداګرۍ او پيوستون او پیاوړتیا ده.»

د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر زیاتوي چې د ټرانس-افغان اوسپنې پټلۍ یوه ډېره لویه خو پېچلې پروژه ده او تر ټولو ډېرې ننګونې په افغانستان کې شتون لري. خو د ازبکستان ولسمشر به د دې پروژې اصلي پيلونکى وي.

د هغه په ​​وينا، ازبکستان تر دې وړاندې هم د دې پروژې د پلي کولو لپاره له يو شمېر هېوادونو سره خبرې کړې او اوسمهال يې د تخنيکي او اقتصادي بنسټونو په جوړولو بوخت دي.

هغه زیاته کړه، باور لري چې د دغې پروژې د بنسټ ډبره به په ۲۰۲۵ کال کې کېښودل شي. خو د شته پېچلتیاوو له امله د دغې پروژې جوړول به لږ تر لږه پنځه کاله وخت ونیسي.

دا پروژه چې له ازبکستان څخه مزاري شریف، کابل او پېښور ته غځېدلې لاره په کې شامله ده، د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

تمه کېږي چې د دې اوسپنې پټلۍ فعالېدو سره به له پاکستان څخه ازبکستان ته د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره د ټرانزیټ وخت له ٣٥ ورځو څخه ٣ يا ۵ ورځو ته راټیټ کړي. سربېره پردې، اټکل کیږي چې د معیاري واګونونو لپاره د بار وړونکو لګښت به نږدې درې برابره کم شي، او د بار وړ توکو حجم به په کال کې ١٠ ميلیونه ټنو ته ورسېږي.

د يادولو  وړ ده، چې د ټرانس-افغان اوسپنې پټلۍ له مزاري شريف څخه تر تورخم پورې شاوخوا ٧٦٠ کيلومتره غځېږي او په پای کې د پېښور او روهي له لارې له کراچۍ بندر سره وصلېږي.

د ټرانس-افغان پروژې ټول لګښت ۴،۸ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.