سوداګري

افغانستان په ۶ میاشتو کې څه باندې ۴۴۰ ټنه خټکي او هندواڼې صادرې کړي

د طالبانو د واک لاندې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، افغانستان په تېرو شپږو میاشتو کې ۴۴۲ ټنه خټکي او هندواڼې نورو هېوادونو ته صادر کړي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه صادرات له کندهار ولایت څخه ترسره شوي دي.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، دغه صادرات هند او پاکستان ته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد یو شمېر سوداګر وايي چې د صادراتو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دغو سوداګرو د کافي سړو خونو نشتوالى، د ګمرکي تعرفو لوړوالى، د ويزو په ترلاسه کولو کې ستونزې او د نړيوالو بنديزونو له امله محدوديتونه چې د بانکونو له لارې د پيسو لېږد يې ستونزمن کړي، د خپلو عمده ستونزو په توګه يادوي.