افغانستان

طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې د پنجشېر څه باندې ۳۵ زره قيراطه زمرد پلورلي

په پنجشېر کې د طالبانو تر ادارې لاندې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه راپور کې ویلي، چې طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې د پنجشېر ۳۵زره۸۷۴.۳ قيراطه زمرد پلورلي دي.

دغه رياست په پنجشېر کې د طالبانو تر ادارې لاندې د کانونو او پټروليم رياست په حواله ويلي، چې د پلورل شويو زمردو ټوليز ارزښت يو ميليون ٦١٤زره ٥٧٠ ډالرو ته رسېږي.

په ورته وخت کې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کانونو د استخراج او پلور پر څرنګوالي نیوکه کوي او وايي چې دغه کانونه ملي پانګه ده او باید د خلکو د ګټو لپاره ولګول شي.

دغه هېوادوال وايي، طالبان د شخصي او کورنيو اړيکو پر بنسټ د کانونو قراردادونه ورکوي او هم يې له شرکتونو سره د پيسو د ترلاسه کولو په اړه کې او د کانونو د عوايدو د راټولولو په برخه کې هېڅ ډول روڼتيا نشته.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر ادارې لاندې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دې راپور کې ویلي چې په پنجشېر کې د زمرد يو زرو۸۰۰ کانونه سروې او تثبيت شوي چې له دې ډلې شاوخوا ۳۰۰ کانونه فعال دي.