افغانستان

افغانستان د فرانکفورت د کتابونو تر ټولو لوی نړیوال نندارتون کې 

د کتابونو تر ټولو ستر نړيوال نندارتون پرون (شنبه، د تلې ۲۸) د جرمني په فرانکفورت ښار کې د ۱۰۰ هېوادونو او ۴زره کتاب پلورونکو په ګډون جوړ شو.

د افغانستان استازو هم په دې نندارتون کې په فارسي او پښتو ژبو کتابونه په ځانګړو غرفو کې نندارې ته وړاندې کړل.

 اسماعیل مشعل چې د دې غرفې استازیتوب يې تر غاړې و، د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانستلو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه:« له فقر، جګړې او کډوالۍ څخه د افغانستان ژغورل یوازې د علم او پوهې له لارې امکان لري.»

هغه هغو ستونزو ته په اشارې چې نن سبا افغان ولس په ځانګړې توګه ښځې او نجونې ورسره مخ دي وویل:« نړۍ باید پوه شي چې افغان ولس د جګړې، ترهګرۍ، تعصبونو او په هېواد کې د تپل شويو تعصبونو مخالف دی.»

ښاغلي مشعل له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړلې دروازې بېرته پرانیزي.

د هغه په ​​وينا، په دغه نندارتون کې د افغانستان شتون له درې کلن غيابت وروسته د هيلې او مقاومت پيغام نندارې ته وړاندې کړ.

ښاغلي مشعل په دغه نندارتون کې د افغانستان د ګډون موخه نړۍ ته د هېواد د اصلي څېرې ښودل وبلل.